4-repartee-55

پوهنمل محمود نظری

حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن

 

۵۵کښت

د یو شتمن او یو درویش د زامنو شخړه وه، د شتمن زوی ویل :

زما د پلار قبر له رنګینو کتیبو او رخام ډبرو څخه جوړ شوی دی اوستا د پلار په قبر دوې خښتې او خاورې دي

د درویش زوی ځواب ورکړ : په قیامت کې چې ستا پلار  له دې درونو ډبرو څخه راوځي زما پلار به تر جنته رسیدلی وي

خـــر که کمتر نهنــد بر وی بار

بی شک آسوده کنــــد رفتـــــار

پر هغه خر چي لږ وی بار

بیشکه وسا به يې وي رفتار

 

***

 

 

یو تجار زر دیناره زیان وکړ زوی ته یې ویل:

پام  چې چا ته ونه وایي!

 زوی يې وپوښتل : ولې چا ته ونه وایم ؟

 پلار يي ځواب ورکړ :ددې لپاره چې مصیبت دوه نه شي یو د پیسو زیان  او بل د ګاونډي خوشالي.

مگــــوی انـــده خویش با دشمنـــان

کـــه لاحول گـــویند شادی کنـــــان

 

دښمنانوته مه وایه  خپل غم

چی لاحول وایي  د خوښۍ په چم

 

***

په مصر کې دوه امیر زاده  وه :یو علم زده کړ او بل مال ټول کړ.

 عاقیب یو د وخت علامه شو اوبل پاچا.

 یو ورځ  هغه پاچا په ملنډو علامه ته ویل:: زه سلطنت ته ورسیدم اوته لامسکین پاته يي!

هغه ځواب ورکړ : د خدای شکر کوم چې ماته يې د پیغامبرانو میراث راکړاو تا  ته یې د فرعون او هامون

 

من آن مـــــورم که در پایـــم بمالنــد

نه زنبــــورم که از دستم بنالنـــــــــد

کجـــا خود شکر این نعـمت گـــذارم

کـــــه زور مـــردم آزاری نــــدارم

زه هغه میږی یم چې په پښو مې  مروړي

نه هغه غالبوزه یم چې خلک چیچي

 کله خپله ددې نعمت شکر اداکولی شم

چې د خلکو د ځورولو واک نه لرم

***

وایې یو عابد دشپې لس منه ډوډۍ خوړله او تر سهاره يې لمونځ کوی یو ښه سړی دا واوریدل اوويي ویل:

 دا ښه وه چې نیمه ډوډۍ یې خوړلی او ویدیدلی 

 

اندرون از طعام خالى دار

تا درو نور معرفت بينى

تهى از حكمتى به علت آن

كه پرى از طعام تا بينى

نس د خوړو تش لره

چې په هغه کې نور د معرفت ووینې

د حکمته  ځکه یې خالي

چې ډک  له خوړويې څه نه ووینې

***

یوچا یو  شیخ ته ګیله وکړه چې فلاني زما په ګناه شاهدي ورکړ ه

هغه ورته  ویل: ښه یې خجل کړه!

تو نيكو روش باش تا بدسگال

به نقص تو گفتن نيابد مجال

چو آهنگ بربط بود مستقيم

كى از دست مطرب خورد گوشمال

ته نیک کړه اوسه چې بدان

ستا په ضد د ویلو پیدا نه کړی مجال

چې  د بربط ږغ وي په سور

کله  د سازی د لاسه خوری ګوشمال

***

په یاد مې دي چې په کاروان کې ټوله شپه تر سهاره  وېښ وم سهار په یو ګوټ کې ویده شوم چې یو زموږ هملاری د تګ ناره  وکړه

بیرته  رهی شوو، چې ورځ شوه  له هغه مې وپوښتل :

 دا څه حال دی؟

هغه ځواب راکړ: په ونو کې  دبلبلانو  چوڼهار ، په غرو کې  د زرکو نارو او په ډنډوکې د  چونګښو قر قر و په چرت کې  واچولم چې دا میړانه نه ده چې دا ټوله تسبیح وايي او موږ په  غفلت ویده یو

دوش مرغى به صبح مى ناليد

عقل و صبرم ببرد و طاقت و هوش

يكى از دوستان مخلص را

مگر آواز من رسيد به گوش

گفت باور نداشتم كه ترا

بانگ مرغى چنين كند مدهوش

گفتم اين شرط آدميت نيست

مرغ تسبيح گوى و ما خاموش

پرون شپه  یو مارغه سهار ته ژړل

عقل او صبر يي رانه یوړ طاقت او هوش

مګر دوستانو یو مخلص ته

دا زما ږغ  ورسید تر ګوش

ویل  يې باور مې نه کیده  چې تا

د یو مارغه ږغ  داسي کړي مدهوش

ویل مې دا شرط نه دی د ادمیت

مارغان تسبح وایي او زه خاموش

***

دسعدی یو کیسه ده چې لیکي:

د دمشق د یارانو خپه شوم نو د قدس بیابان ته وتښتیدم د حیواناتو سره مې انس ونیوی تر هغه چې فرنګ اسیر کړم اود طرابلیس په خندق کې یې  د یهودانو سره  کار ته واچولم   هلته زه د  حلب یو رییس  وپیژندم او راته يې وویل:

 ای فلانه!  دا څه حال دی ؟

ځواب می ورکړ:  څه ووایم!

په زنځیر پښه تړلې له دوستانو سره  ښه ده نه په بوستان کې   له پردو سره

 هغه په لس دیناره رانیولم او حلب ته يي بوتلم او خپله لور یې راته په سل دیناره  په  نکاح کړه ، هغه ډیره بدچلنه ، نافرمانه او ژبه وره وه

هغې په تانه  راڅخه وپوښتل:

  ته هغه نه يې چې زما پلار  له فرنګه  په لس دیناره رانیولې؟

ځواب مې ورکړ : هو

زه هغه یم چې په لس دیناره یې  د فرنګ له قیده خلاص کړم  او په سل دیناره يي ستا په لاس اسیر کړم

 

شنيدم گوسپندى را بزرگى

رهانيد از دهان و دست گرگى

شبانگه كارد در حلقش بماليد

روان گوسپند از وى بناليد

كه از چنگال گرگم در ربودى

 چو ديدم عاقبت خود گرگ بودى

وامی وریدل چې یو پسه یو بزرګ

خلاص کړی د خولې له ګرګ

مازیګر یې چاړه پر غاړه ور مښل

د پسه ر وان له هغه  ژړل

چې کړم  دی خلاص له لیوه

چې ګورم  اخیرته خپله  یې لیوه

***