دطنز پانې ته ښه راغلاست
پوهنمل محمود نظری
حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن
۵۳کښت
یو پارسا خپل سر د خدای د کور په وره وهه او داسې مناجات یې کاوه:
یا غفور اویا رحیم ته پوهیږې، چې د ظالېم او جاهل څه د لاسه کیږي؟( یاني ته پوهیږې، چې انسان ظالېم او نادان دی نو د هغه څه دلاسه کیږي )
دا نغوته احزاب دسورې ۷۳مبارک ایت ته وه: « انه كان ظلوما جهولا»:
ژباړه انسان ډیر ظالېم او جاهل و .
عذر قصير خدمت آوردم
كه ندارم به طاعت استظهار
عاصيان از گناه توبه كنند
عرفان از عبادت استغفار
لنډ عذر کوم تاته
چې نه یم ټینګ په طاعت
ګناهکاره له ګناه توبه کوی
عرفان توبه کوی د عبادت
عابدان د خپل طاعت مزد غواړي او تجاران د خپلو مالو ګټه ،زه تش لاس په امید راغلی یم نه مې طاعت کړی نه تجارت
«اصنع بى ما انت اهله »
ژباړه :هغه ډول چې ته غواړې زما سره چلند وکړه
رندانه دعا
بر در كعبه سائلى ديدم
كه همى گفت و مى گرستى خوش
من نگويم كه طاعتم بپذير
قلم عفو بر گناهم كش
د کعبې وره ته مې نژدې ولیدیو سایل
چې ویل او ژړل يې خوش
زه نه وایم چې طاعت مي ومنه
د عفو قلم مې پر ګناه کړه کش
***
یو زاهدد پاچا مېلمه شو، چې ډوډۍ راغله نو له عادت څخه يې لږ وخوړله چې د لمانځه وخت شو له عادت څخه يې هغه اوږد کړ.
چې د هغه په هکله د پاچا نیکي ډیره شي.
چې کور ته ولاړ، ډوډۍ يې وغوښتل. ځوی يې چې یو پوه هلک و د پلار په ریا کاری پوه شو له هغه څخه يې وپوښتل:
ولې دي د پاچا سره ډوډۍ ونه خوړل؟
زاهد ځواب ورکړ: د پاچا مخي ته مې څه ونه خوړل، چې یو و رځ به مې په کار راشي!
ځوی يې ورته ویل: لمونځ به دی هم قضا کړی وای هغه به دی هم یو ورځ په کار راغلی وای
اى هنرها گرفته بر كف دست
عيبها برگرفته زير بغل
تا چه خواهى گرفتن اى مغرور
روز درماندگى به سيم دغل
ای چې هنرونه دي نیولي د لاس پر اورغوی
او عیبونه دي لاندې کړي تر بغل
څه غواړې چې وکړې ای مغروره ؟
په قیامت کې په دی سیم د درغل
***
نمرود ته خلکو سجده کوله کله چې ابراهیم (ع) د هغه سره مخامخ شو هغه سجده ورته ونه کړه.
نمرود له هغه څخه وپوښتل :
ولې دي سجده ونه کړه ؟
ابراهیم (ع) ورته وویل: زه پرته له خپله ربه بل هیچا ته سجده نه کوم
نمرود وویل: رب خو زه یم !
چې واجب القتل خوشی او بې ګناه وژنم .
نو یو واجب القتل يې خوشی او یو بې ګناه يې بندي کړ
او په پای کې يې ابراهیم (ع) وویل:
ودي لیدل چې زه هم هر سړی چې وغواړم مړ کوم او هر څوک چې وغواړم ژوندی کوم.
ابراهیم (ع) ځواب ورکړ: زما خدای لمر له ختیځه راخیژوي نو ته هغه له لویدیځه راوخیژوه
هغه چوپ او بې ځوابه پاته شو
«البقره سوره ۷۵۷-۷۵۸ مبارک ایاتونه»
***
امام فخرالدین (رح) د محمدبن اسحق(رح)له سیرته نقل کوي، چې د نجران جرګې ته د مدینې منورې په قصد رهی شوم نوپه لاری مې لوی پادری «ابوحارثه» بن علقمه پرقچری باندې سپور و لید چې دهغه قچری بدري کوله دهغه دورور کرز بن علقه له خولې یو ښرا ووتله
«تعس الابعد» هلاک دی وی دا لیری د عزته! د بعد ځینې یې مراد حضرت محمد (ص) و العیاذ بالله
ابو حارثه د ورور په ځواب کې وویل:
«تعس امک» مړه دی ستا مور وي! چې تا غوندې زوی يې زیږولی دی!
کرز حیران پاته شو او د ورور د ښرا سبب يې وپوښته.
ابو حارثه وویل: خدایږو موږ پو هیږو حضرت محمد (ص) هغه څوک دی چې زموږ کتابونه د هغه د راتګ زیرۍ ورکړی دی
کرز وویل : بیا يي ولې نه منو؟
هغه ځواب ورکړ: که موږ پر محمد (ص) ایمان راوړو نو دا پاچاهان چې دغه زیات مالونه او عزتونه راکړی دا ګرد شیان بیرته راڅخه اخلي
***
کله چې«عبداللّه بن مطرف» مړشو پلاریې په نویو کالو کې چې ښه عطر یې وهلې وه بهر راووت، دوستانو يې هغه ته ویل:
عبدالله مړ دی او تا نوی کالي اغوستي دي.
مطرف ځواب ورکړ: نو آیا وژاړم په داسې حال کې چې پروردګار زما سره درې ځایه وعده کړې ده او دا وعدې د صابرانو لپاره دي.
«اَلَّذینَ إذا أصابَتْهُمْ مُصیبَةٌ قالُوا إنّالِلِّهِ وَ اِنّا إلَیْهِ راجِعُونَ اُولئِکَ عَلَیْهِم صَلَواتٌ مِنْ رَبِّهِمْ و رَحْمَةٌ وَ أُولئِکَ هُمُ الْمُهْتَدُونَ»
ژباړه : هر کله چې چا ته مصیبت ورسیږی وایي موږ د خدای یو او هغه ته ور ځو دا هغه دي، چې د خدای الطاف او رحمت دهغوسره دی او هغوی هدایت شوی دی
نوبیا هم باید وژاړم؟
***
د پاچا لخوا یوه غونډه وه هر یوه غوښتل د پاچا تر څنګ کښیني په دې وخت کې یو تن چې نصرالله نومید د پاچا تر څنګ کیناست څه وروسته فتح الله راغی هغه غوښتل د پاچا او نصرالله تر منځ کښیني
په دی مهال نصراله وویل:
خدای (ج) په قرانکریم کې زموږ د ناستې ترتیب مالوم کړی دی
«إِذا جاءَ نصْرُاللّهِ والْفَتْح»
***
ددرویش میرمن اومیندواره وه دا چې د هغه لومړی اولاد و، هغه په دعا کې ویل : اې خدایه که دي ما ته زوی راکړ، بېله دې خرقی به ټول خپل شته خیرات کړم.
خدای (ج) هغه ته زوی ورکړ او هغه خپل ټول شته خیرات کړل
له هغه دزوی څخه ه یو بد عمله اوشرابي ځوان جوړ شو او یو ورځ يې په شخړه کې یو سړی مړ کړ او وتښتید نو پلار یې په عوض بندی شو
او له ځانه سره یې ویل :
: دا بلا مې په خواست له خدای (ج) څخه غوښتی و
زنان بار دای مـــــرد هشیـــار
اگر وقت ولادت مــار زاینـــد
از آن بهتر به نزدیک خردمنـد
که فرزندان نا همــوار زاینــدـ
ښځې اومیندواری د پوه سړی
که په لنګون کې ماران وزیږوي
داښه ده چې هغه پوه ته
نه چې بد عمله بچیان وزیږوي
***