4-repartee-51

پوهنمل محمود نظری

حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن

۵۱کښت

یو کاروان له کوفې څخه مکې ته رهي و  یوسړي په لوڅو پښو او لوڅ سر  ورسره ځغستله او ویله

:

نه بر اشترى سوارم ، نه چو خر به زير بارم

نه خداوند رعيت ، نه غلام شهريارم

غم موجود و پريشانى معدوم ندارم

نفسى مى زنم آسوده و عمرى به سر آرم

نه پر اوښ سپور یم نه لکه خر باریم

نه خاوند د رعیت نه د پاچا نوکر یم

د ژوندغم او د نیستی  پرېښاني نه لرم

وسا نفس باسم او عمر تیروم

یو شتمن چې پر اوښ سپورو هغه ته ویل: اې مفلیسه چیری ځې؟ په لارې به د نادارۍ او سختۍ مړ شې!

هغه ځواب ورنه کړ.

په لاره کې هغه شتمن مړ شو هغه لوڅې پښې د هغه جنازې ته نژدې شو او ویل يي:

شخصى همه شب بر سر بيمار گريست

چون روز آمد بمرد و بيمار بزيست

اى بسا اسب تيزرو كه بماند

خرك لنگ ، جان به منزل برد

بس كه در خاك تندرستان را

نمرد دفن كرديم و زخم خورده

ټوله  شپه  یو سړي سرته د بیما ر ژړل

چي سهار شو هغه مړ او بیمار خندل

افسوس چې پاته  شوه ډیر  تیز آسان

اوګوډ خر ورسید تر منزله

ډیر موپه خاور وکې روغان

ښخ کړل او ټپیان  ورسیدل تر منزله

***

یو ښه سړي خوب لیده، چې پاچا په جنت کې او پارسا په دوږخ کې دی.هغه یو غیبي ږغ تر غوږ شو:

دا پاچا د پارسایانو سره په دوستي جنت  ته ولاړ او هغه پارسا  له پاچا سره  د دوستي په پار دوږخ ته ولاړ

دلقت به چكار آيد و مسحى و مرقع

خود را ز عملهاى نكوهيده برى دار

حاجت به كلاه بركى داشتنت نيست

درويش صفت باش و كلاه تترى دار

څیري کالي دي په څه کار راځی مسحی او مرقع

ځان د بد وکارو وژغوره

حاجت دخولۍ کوه  چې يې نه لرې

درویش صفته اوسه او خولی  څیري کړه؟

***

سعدي(رح)  وایي څو تنه هم طبع په سفر رهی وه ما ترې    وغوښتل ما  هم له ځان سره  ملګری کړي ، هغو ونه منله.

ما ترې وپوښتل: دا ښه خوی نه دي چې د بینوایانو سره ملګريتوب نه کوئ او هغه له خپل فیض او برکته محروم وئ. ما ورته  ویل:  زه ډیر چالاکه یم د نیکانو په چاکري او دوستي کې چابک یم دهغو چابک یا ر یم نه پر زړه بار

هغوی  راته ویل:  ته مه خوابدی کیږه په دې ورځوکې غله د پارسایانو په کالو کې پیدا شوي دي،

داچې د پارسایانو خوی مصلحت او ملایمت دی  نو هغو زه  ومنلم

صورت حال عارفان دلق  است

اين قدر بس كه روى در خلق است

در عمل كوش و هر چه خواهى پوش

تاج بر سر نه و علم بر دوش

در قژاكند  مرد بايد بود

بر مخنث  سلاح جنگ چه سود؟

د عارفانو صورت حال دی دلق(زاړه کالی)

دومره يي بس ده چی مخ يي وینی خلق

عمل کوه هر څه چي غواړی  اغونده

علم په غیږ او تاج پر سر ایږده

مر دباید واغوندي  کالي د جنګ

مخنث ته   وسله  څه   ګټه لری د جنګ

ټوله رهي شو دشپې یوې کلا ه  ته ورسیدو هلته ویده شوو یو غل د یوې ګډوې سره  د اودسه په پلمه د غلا لپاره ووت

پارسا بين كه خرقه در بر كرد

جامه كعبه را جل خر كرد

پارسا  ته ګوره چی  یې واغوسته خرقه

په خره يي واغوستل  د کعبی جامه

هغه له  کلاه څخه د زرو صندوقچه غلا کړه او وتښتید سهار د کلاه  خلکو پارسایان  ونیول  هغوی یې د وهلو ټکولو وروسته بندیان کړه

له  هغې ورځی وروسته می د پارسایانوسره دوستی بنده کړه

او  ویل مې عافیت او بې ضرري په یوازیتوب کې ده

چو از قومى ، يكى بى دانشى كرد

نه كه را منزلت ماند نه مه  را

شنيدستى  كه گاوى در علف خوار

بيالايد همه گاوان ده را

چې د یو کام یو وکړی کار بد

نه پاته کیږی د هغه کام  چاته عزت

اوریدلی دی دی چې یوه غوا په څړ ځای کي

ناولې کړې ټوله غواوي د مالت

به يك ناتراشيده در مجلسى

برنجد دل هوشمندان بسى

په مجلس کي په یوه بې ادبي

د ډیرو هوښیارانو زړه  ځوریږي

***

یوزاهد یو سړی په  لارې ولید چې  خپل مریي یې  تړلی  او ځوروی هغه ورته وویل :

اې ځوانه! پاک خدای داسي یو ځوان ستا مریي کړی دی نو د خدای شکر وکړه او هغه مه ځوروه دا نه چې په قیامت کې د هغه مقام ستا  څخه لوړ وي اوته ورته خېجله شې

بر بنده مگير خشم بسيار

جورش مكن و دلش ميازار

او را توبه ده درم خريدى

آخر نه به قدرت آفريدى

اين حكم و غرور و خشم تا چند؟

هست از تو بزرگتر خداوند

اى خواجه ارسلان و آغوش

فرمانده خود مكن فراموش

بر غلامى كه طوع خدمت تست.

خشم بى حد مران و طيره مگير

پر مریي مه کوه ظلم ډیر

مه يي ځور وه او زړه ازاروه

هغه تا رانیولی دی په درم

نه دی  دي جوړکړی په خپله آدم

تر کله دا حکم ،خښم  او غرور؟

تر تا ډیر  لوی دی غفور

ای باداره  د ارسلان او آغوش

خپل رب مه کړه فراموش

هغه مریي چې ستا دی فرمانبردار
په  هغه مه کوه ډیر خښم او داردار

***

د سعدی او یو سړي، چې زید نومید تر منځ  د  شتمنو او بې وزلو په صفتونو شخړه  شوه.

زید په شتمنو نیوکه او د بې وزلو ستاینه کوله  او سعدی د شتمنو ښه کارونه ستایل او په   ناشکرو نیستمنو يي نیوکه کوله هغه ویل

كريمان را به دست اندر درم نيست

خداوندان نعمت را كرم نيست

سخیان نه لری  په لاس کې درم

شتمن نه لری کرم

سعدى ویل :

توانگران را وقف است و نذر و مهمانى

زكات و فطره و اعتاق  و هدى و قربانى

خداوند مكنت به حق مشتغل

پراكنده روزى ، پراگنده

دشتمنو کار دی  خیرات ،نذر او مهماني

خوی يي دی زکات ،ازادی ،  هدي ا وقرباني

شتمن دی په حق مشتغل

پراخه يې روزی ارام يي دی دل

سعدی ویل مواعظ العدديه  لیکي

الفقر سواد الوجه فى الدارين

فقر او نیستی  د دونړیو مخ تورې ده

زید ویل د پيغامبر صلى الله عليه و آله یو حدیث  دی چې فرمایي
الفقر فخرى
فقر زما د افتخار لامل دی

سعدي ویل:  د رسول الله موخه ددې حدیث څخه دا ده چې هغه فقیران چې د خدای په رضا راضي دي زه په هغو فخر کوم نه هغه فقیران چې د پارسایي  کالي اغوندي او د نورود دسترخوان ګوله خوري.

دبې معرفته  فقیر  پای د حرص او آز  څخه داسې کیږی

كاد الفقر ان يكون كفرا

د فقر لاره ډیره کفر ته نژدی ده

اى طبل بلند بانگ در باطن هيچ

بى توشته چه تدبير كنى وقت بسيج

روى طمع از خلق بپيچ از مردى

تسبيح هزار دانه ، بر دست مپيچ

ای لوړ ږغه  ډوله  په باطن کې هیڅه

څه تدبیر  کوی بی زیرمې په وخت د بسیجه

د مردی تمه مه کوه له خلکو

زر دانه یي تسبې په لاس مه پيچه

زید ویل : شتمن کبرجن، ځانمنی  او  د مال زیرمه کوونکی دی د شتو په زور د  لویانو پر ځای کښيني او ځان تر نورو ښه ګڼي بې خبره دی چې حکیمان وایي:

هر څوک چې  ډیر شته لري  او د خدای لږ اطاعت وکړي  په ظاهره شتمن دی اوپه مانا کې فقیر

گر بى هنر به مال كند كبر بر حكيم

كون خرش شمار، و گرگا و عنبرست

که بې هنره  په  شتو کوی کبر پر حکیم

د خره لکۍ یې شمېره، که عنبرینه ده  غوا

سعدى ویل:

او در من و من در او فتاده

خلق از پى ما دوان و خندان

انگشت تعجب جهانى

از گفت و شنيد ما به دندان

زه او هغه وو لاس او ګریوان

خلک زموږ پسې وه  رهی خندان

له تعجبه دخلکو ګوتې

زموږ له شخړی  وه په دندان

اخیر دواړه کازي ته ولاړه  او هغه ته يې د شخړې نکل وکړ .کازي هغوی ته  وویل:

په یو بڼ کی هم بید مشک شته او هم  وچ لرګی نو په شتمنو کې هم شاکر شته  اوهم  ناسپاس او په  فقیرانو کې هم  صابر شته  او هم بې قرار

اگر ژاله هر قطره اى در شدى

چو خر مهره  بازار از او پر شدى

که د ژلۍ هره  دانه  در کیدای

لکه خر مهر ی په هغه به   بازار ډک وای

د خدای دربار ته  نژدې هغه شتمنان   درویشان او  او درویشان شتمنان دي.

هغه شته ښه دي، چې په هغه کې د فقیرانو سوچ وي او ښه فقیران هغه دي. چې شتمنو ته لاس اوږد نه کړي او په خد ای توکل وکړي پست شتمن هغه دی چې یوازې د خپل نس په غم کې وي

گر از نيستى ديگرى شد هلاك

مرا هست ، بط را ز طوفان چه باك ؟

دو نان چو گليم خويش بيرون بردند

گويند: غم گر همه عالم مردند

که د نیستی بل څوک شي هلاک

زه  شتمن یم، هیلۍ له توپانه څه لر ی باک

پستان چې خپله کمبله  بهر وباسي

وایي:څه غم که  ټوله عالم مړ سي

بیا دواړه سره پخلا شوه

دکازي د خبروموخه دا وه

مكن ز گردش گيتى شكايت ، اى درويش

كه تيره بختى ! اگر هم برين نسق  مردى

توانگرا! چو دل و دست كامرانت هست

بخور ببخش كه دنيا و آخرت بردى

ای درویشه! د دنیا  دګردشه مه کوه شکایت

بد مرغه به  یې ! که  مړشی  په دی چم

شتمنه! چې لاس او زړه دي  دی خوشاله

خوره او وبښه چې دین او دنیا دی شي سم

اخځونه

Dr.mihanblog.com-1

2 ghadeer.org-

parsmoon.com-3

mibosearch.com-4