4-repartee-49

پوهنمل محمود نظری

حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن

 

۴۹کښت

 

یوبدږغی ویاند نه پوهیده چې بد ږغ لري نو په وینا کې به يې ږغ نور هم لوړ کړ  چې اوریدونکي ډیر خوند ترې واخلي. ږغ يې داسې و لکه«غراب البين » لکه کارغه چې په نارو انسانان له ځانه شړي یا لکه دا مبارک ایت: ان انكر الاصوات لصوت الحميرـ تر ټولو بد تره ږغ د خره دی).تا چې ویل  دا مبارک ایت د هغه په شان کې راغلې وي.

خلکو د هغه  دمقام درناوی کوئ د هغه ږغ يې  په ځوریدو اورید او هغه ته يې څه نه ویل.

یو بل ویاند  چې له هغه سره يې دښمني لرله  د هغه لیدو ته ورغی هغه ته یې وویل: ته مې په خوب لیدې!

هغه  وپوښتل: څرنګه دی لیدم ؟

هغه ځواب ورکړ :په خوب مې لیدې چې ښه ږغ لرې او خلک دی د لوړږغه نه ځوریږي.

هغه له   لږ  سوچ وروسته  هغه ته وویل:

ډیر مبارک خوب دي لیدلی دی، ښه شو چې زه دي په خپل عیب پوه کړم  دا راته مالوم شو، چې بد ږغ لرم او زمابد ږغ خلک ځوروي  توبه کوم  له دې وروسته  په وینا کې  خپل ږغ نه لوړوم

 

از صحبت دوستى برنجم

كاخلاق بدم حسن نمايد
.عيبم هنر و كمال بيند

خارم گل و ياسمن  نمايد

كو دشمن شوخ چشم  ناپاك

تا عيب مرا به من نمايد

 

د دوست له خبرو ځوریږم

چې بد اخلاق می  کړی حسن

عیب مې ویني  هنر اوکمال

ځوز مې ګل کړي  اویاسمن

کوم دی هغه ناپاکه  شوخ سترګۍ دښمن

چې زما عیب ماته کې روشن

 

***

د دمشق په جامع کې مې د یو پوه سره مناظره  اوبحث وچې ناببره یو ځوان راغی  اوویل يي :څوک په فارسي پوهیږي؟

ما ورته ویل زه پوهیږم خیر دی؟

هغه ویل هلته یو(۱۵۰ )کلن  سپین ږیری د ځکندن  په حال پروت دی څه وایي، شاید وصیت به کوي باید  پوه شو هغه  څه وایي.

زه هغه سپین ږیري  ته ورغلم .هغه ویل:

دمى چند گفتم بر آرم به كام

دريغا كه بگرفت راه نفس

دريغا كه بر خوان الوان عمر

دمى خورده بوديم و گفتند: بس

ویل مې چې پوره به کړم ارمان

افسور چې  لاره بنده کړه نفس

افسوز چې  د عمر په رنګارنګ دستر خوان

لږ مې خوړلی وه  چې ویل یې :بس

 

له هغه مې وپوښتل: څرنګه يي؟

ویل يي: څه ووایم؟

نديده اى كه چه سختى همى رسد به كسى

كه از دهانش به در مى كنند دندانى

تانه  دی لیدلی چي چا ته څومره  درد رسي

چی د خولې يې غاښ  باسي

اوس يې پرتله کړه زما به څه حال وي؟

 

 

 

ورته ومې ویل: طبیب  درته راولم د یونان فيلوسفان وایي: که مزاج ښه او معتدل  وي بیا هم نه باید په بقا باور وکړې او که بیماري ډیره بده هم وي دا دمړینې  کامل دلیل نه دی.

سترګی يې خلاصي کړې ويې خندل او ویل یي:

 

چون مخبط شد اعتدال مزاج

نه عزيمت اثر كند نه علاج

 

چي ګډوډ شی اعتدال د مزاج

نه عزم  اغیزه کوی نه علاج

***

یو سپین ږیري ویل : دیوې پیغلې سره مې واده وکړ، ډیر ښه کور مې ورته جوړ کړ، په زرو کې مې پټه کړه   ،چې  له هغې سره  به  کیناستم په مینه مې ورته کتله ، شپې شپې به  ورته  ویښ پاته شوم هغې ته  به مې  لطیفې ویلې چې زما سره مینه پيدا کړی او خپه نشي.

هغې ته مې ویل: نیکمرغه  يې چې زما غوندې جهان  دیده ، تربیت یافته، ددنیا یخ اوتود لیدلی  . نیک او مهربانه، خوش طبع او خوږ ژبي سپين ږیري  میرمن شوې

تا توانم دلت به دست آرم

ور بيازاريم نيازارم

ور چو طوطى ، شكر بود خورشت

جان شيرين فداى پرورشت

تر  اخیرتوانه به دی زړه په  لاس راوړم

که می وځوروي وبه دی نه ځوروم

که لکه طوطي شکر دی وی خواړه

خوږ ځان دی ځار شی ستا  د روزنه

ته نیکمرغه يې چې زما میرمن شوې نه دیو ځانمنۍ ، بې قوله . توندخویه ،بې وفا، هوسي  اوهر دم  خیاله ځوان

وفادارى مدار از بلبلان ، چشم

كه هر دم بر گلى ديگر سرايند

 

وفا مه غواړه له بلبلو چې

هر ګړی په بل ګل  ریز کوی

سپین ږیري په عقل او کمال ژوند کوي نه  د ځواني په ناپوهي

ز خود بهترى جوى و فرصت شمار

كه با چون خودى گم كنى روزگار

له ځان ښه پیدا کړه کوه انتظار

نه چې خپل هم ډوله سره ورک کړی روزګار

 

دومره می هغې ته وویل چې سوچ مې وکړ هغه مې قانع کړې ده  او زما مطیع شوې ده

هغې  د رنج او غم ډک یو سوړ اسویلی  ویست او ویل يي:

دا ټوله ستا خبری زما د عقل په ترازو کې زما د دايي د یوې خبرې سره  هم وزن نه دی چې ویل يي:

 

دځوانې ښځې تر څنګ تیر ښه دی نه  زوړ!!!

زن كز بر مرد، بى رضا برخيزد

بس فتنه و جنگ از آن سرا برخيزد

ښځه چې له نارینه نا رضا  شي پورته

د هغه سرایه شخړه او نزاع شي پورته

 

اخیرهغه زما څخه جلا شوه یو توند خویه  ،تریو تندي ، مفلیس اوبد اخلاقه ځوان سره يې واده وکړ له هغه  څخه ډیره په  عذابه وه او هم يې شکر کاوه او ویل يي:

شکر چي د الیم له عذابه خلاص شوم او په دې نعیم مقیم( تل ناز او نعمت) ته ورسیدم

با اين همه جور و تندخويى

بارت بكشم كه خوبرويى

با تو مرا سوختن اندر عذاب

به كه شدن با دگرى در بهشت

بوى پياز از دهن خوبروى

نغز برآيد كه گل از دست زشت

 

په دی دومره جور او توند خوی

عذاب دي منم چې يي خوبروی

ستا سره سوځل په عذاب

ښه دی د بل سره په بهشت

د پياز بوی د خولي د خوبروی

ښه دی تر ګل د لاسه د زشت

 

 

***

یو سړی په دوبي کې له  بغداده راغی

دهغه يي وپوښتل:

هلته دی څه کول؟

هغه ځواب ورکړ:

خوله

 

***

 

یو زوړ طبیب  ته ورغی او هغه ته يې ویل:

درې ښځې لرم او تل مې  مثانه او ملا درد کوي څه شی وخورم چې ښه شم؟

هغه ورته ویل: معجون نُه طلاق

***

 

منصور دوانقی عباسي خلیفه یو  ورځ د شام یو عرب ته ویل

د خدای شکر وکړئ، چې که  ستاسو حکومت يې ما ته راکړی طاعون  به ستا سو له ښاره ورک شي

عرب ورته وویل: خدای (ج) ډیر عادل دی  کله  دوی بلاوی یو وار  پر بندګانو ګماري.

***

د طوس خلک ته  د غوا  نسبت کوي. یو ورځ  د ګورګانی پاچا میرزا بابر په بار کې لطیفی شاعر د یو طوسي شاعر تر څنګ ناست و

طوسی په ظرافت له لطیفی وپوښتل :د غوا د کوم ځای يي؟

هغه ځواب ورکړ : د خوا د بغل

***

نظام دستغیب شیرازی په کال( ۱۰۳۹) هجری کې وفات شو د هغه مړی يې حافظیه ته یوور د هغه ځای  متولي د هغه ښخېدو مانع شو نو دا موضوع يې د حافظ په فال ونیوله دا غزل راغی

رواق منظر چشم من آشیانۀ توست

کرم نما و فرود آ که خانه خانۀ تست

 

زما د سترګو د وریځو  منظر ځاله ده ستا

کرم وکړه راکښته شه چې کور کور دی ستا

***

 

آیاز پر سلطان محمود ډیر ګران و د دولت ارکانو په هغه رخه کیده نو پاچا ته يې ویل: هغه   دزرو او جواهرو ډکه کوټه  لري هر ورځ یوازې هغې ته  ننوځي او څو ک نه پریږدي هغه دا ستا څخه پټ کړی دي.

پاچا وویل: چې زه یې په خپلو سترګو  ونه وینم باور نه کوم .

نو یوه ورځ چې هغه کوټې ته ننوت سلطان محمود هم ورپسې ورغی

آیاز یو سندوک خلاص کړ یو زور کمیس او پوسیتن يې واغوست

پاچا ترې وپوښتل :ولې دي دا زاړه کالي واغوستل؟

هغه یې  په ځواب  کې وویل: اوس چې  دا دومره ښه کالي او زر لرم ددې لپاره چې  خپل پخوانی ژوند هیر نه کړم هر ورځ دا کالي  اغوندم چې   د نعمتو  قدر او د خدای  (ج) شکر ایستل مې هیر نشي

پاچا ددې خبرې ډیر خوشاله شو هغه يې به تندی مچ کړ او قدر يې  په هغه لاډیر شو ،

.

***

 

ابواسحق د شیراز یو ډیر عیاش پاچا و نو محمدمظفر له یزد څخه  په شیراز برید وکړ دا چې ابواسحق تل په عیش کې ډوب و او امر يي کړی وو هر چا چې د هغه عیش خراب کړي هغه ته سزا ورکوي  نو هیچ چا د جرت نه درلود دا خبره هغه ته وکړي

د هغه ندیم امين الدين چهره پاچا ته وویل:

راځه بام ته وخیژو او د پسرلي خوند واخلو او هغه يې په دې بهانه  بام ته وخیژوی چې  هغه خپله ددوښمن لښکر وویني

هغه وپوښتل دا څوک دي؟

وزیر يې وویل: دا د محمدمظفر پوځ دی

پاچا وموسل او ویل يي:

محمدمظفر عجب لوده سړی دی په داسې یو پسرلي کې هم ځان هم ما  له عیشه لیری کوی او د شاهنامې دا بیت يې ووایه:


بيا تا يك امشب تماشا كنيم

‎ چو فردا شود فكر فردا كنيم

راځه چې یو نن شپه تماشا وکړو

چې سبا شو بیا به سوچ د سبا وکړو

 

اخځلیکونه

Iraninstitute.com-1

Ichodoc.ir/p-a-2

Jadidonline-3

Parsmoon.com-4

Dibache.com-5

Scribd.com-6