4-Newaka

پوهنمل محمود نظري

 

طنز ټوکه نه ده

۴

 

۶- ځینو ته طنز د زغمولو وړ  نه دی

طنز دټولنې له  ژورو سوچونو څخه را پورته کیږي  ، لوی فیلوسفان ، پوهان له  ځان سره هم اند وي

داچې په ټولنه کې ډول ډول وګړې اوسیږي  نو نا پوه ، نالوستي خلک په  طنزونو ،  د هغو په  پيچلو اوزارونه پوهیږي ، له هغه څخه مانا اخېستلی نشي نو هغه یو چټي  ، بې مانا شی ګڼې  او ځینې پوچ ، تنګ انده ، خانتما  ، تیرو او زورمټي خلک بیا طنز زغملي نشي .

۷-  طنز  خپل    اوزار لري

په  طنز جوړولو کې  د هغه اوزار خورا ډیرارزښت لري لکه ملنډی ( ایروني)، توپيروالی( مطرح شوی حالت سره د موضوع نه یووالی)، دود ماتول ( د عرف ضد شی )، تانه (چې بدوته    یو شلاغه  ده)، مبالغه (چې مجرم له ګناه سره اشنا کوي )،  نیوکه ( چې خلک ورته ځیر وي ) ، خندا  ،شوخي (چې د نیوکې بریدرند او جالب وي ) همداسې لکه  شعر ذوقي او حسی تومنې لري.

 ښکنځل ( د هجو اوزار دي کله کله  په طنز کې هم کارول کیږي ، او داسې نور

 -د دطنز لحن ( ږِغ) هم  کنایه ډوله وي( ځکه طنز دبدو خلکو  ریا کاري انځور وي)

 

د طنز او ټوکې ورتوالی

۱-  دواړه په هر قالب کې راتلای شي

طنز او ټوکه په قالب او ساختار  نه محدودیږی  بلکې کیدای شي په ډول ډول ادبي قالبو کې  بیان شي لکه: راپورټ،کیسه، ناول ، خبر، او شعر کې...

 دواړه کیدای شي څو لیکې  وي یا یو کتاب .

 

 

 

۲-  په دواړو کې  انرژی زیانیږي چې دا بیا    دهوساینې لامل ګرځي

په دواړو کې خندا شته ، په خندا سره دبدن انرژي  آزادیږي . د هوساینې لامل ګرځي

د جنسي او دښمني  توکي لرونکو ټوکو په اوریدو سره  دا تولید شوې   انرژي زیانیږي او  په طنز کې  بیا دذهني دوکو ، ختا ایستلو  ،بیا  پيژندولو انرژي په  خندا سره خوشی کیږي  . په دواړو کې  زموږد ولولو انرژي هم  شامله ده چې دا انرژي   ټوله  دخندا  د تبادلې په ډول   آزادیږي

 دیوې  دوښمني   ټوکې بېلګه    

یلسن مړ شو او دوزخ ته ولاړ اوهلته يې له یوه شیطانه وپوښتل:

زه غواړم د نړۍ د لیډرانو سره اړیکې ونیسم د تلیفون  د استعمال اجازه راکړه!

هغه ورته وویل:

سمه ده دغه د تلیفون د چارچ لست دی:

امریکا شل ډالره یوه دقیقه ،

 جنوبی امریکا ۱۸ ډالره،

 لندن پينځلس ډالره ،

 چین دری ډالره

 او روسیه  دوه سینټه...

یلسن په حیراني  وپوښتل:

دا روسیه ولې دومره ارزانه ده؟

شیطان ځواب ورکړ :

دا محلی کال دی

 په دې ټوکه کې دا  د دښمني انرژي  په خندا سره آزادیږي چې انسان  ته یو د خوشالۍ احساس ورکوي

یو ه سکسي یا جنسي ټوکه:

 

ته د مينې کولو پر مهال له خپل مېړه سره خبرې کوې؟

هو، که یې تېلېفون راغی.

 دداسو ټوکو په اوریدو جنسې انرژي د خندا سره زیانیږی چې د ارامتیا لامل ګرځي

 

۳-دواړه د ادبیاتو یو برخه ده

طنز  چې ټولنیزي ، اصلاحي  نیوکې لري په هر ټولنه کې يې بېلګې شته  . په  نړۍ کې داسې هیواد نشته چې دټوکو په  نامه کوم شی ونه لري

د تاریخ په  هره پېر کې شاعرانو په خپل شعرونو کې  طنزونه او ټوکې نه دي هیري کړي لکه: سنایی ، عطار، حافظ، مولانا ، نظامي ، سعدي، جامي ، خیام ان فردوسی  هم طنزونه ویلی دی  لکه چې وايي

دښتی ته نه نیولې هوسۍ بښي!

فلسفې له پيدایښته طنز څارلی دی  ، د هغه په وده کې یې اساسي ونډه درلودلې  ده.

 سقراط لومړی فیلسوف و، چې  طنزيې هوښیار ، په عین وخت کې مکار دود کړی  دی

هغه  به  په خپلو پښتونو سره  مخاطب خپلي  ختا  ته ځیر وی بیا به يې  په برزګي، زغم ، بردباري سره هغه  ته سمه لاره ښووله

 

۴ دواړه د ولسی  کلتور  یو برخه  شوی ده  

په ژوند کې  دادواړه  په بنډارونو ، جشنګوټو، غونډو  کې د خندا او رغی لپاره ویل کیږی ان  هر ورځ یا په اوونۍ کې یاران سره را ټولیږي ، د ساتیرۍ ، خوشالۍ لپاره  ټوکې او طنزونه وايي او ان ډیر هیوادونه  د خندا لپاره ځانګړی ځایونه لري
لکه په  بلغاریا   کې  د« ګابرود» ښار چې هلته   هر کال یوه اوونۍ  د ټوکو او طنزونو جشنګوټۍ جوړیږي.

په  ترکیه کی «آق شهر» دی  چې د  ملانصرالدین د زیږیدو ښار دی   ، هر کال خلک هلته را غوندیږي ، ټوکې او طنزونه وايي

په وروسته پاته ټولنو کې ټوکې ډیر او په پر مختلي هیوادو کې طنزونه ډیر ویل کیږي.

۵-  دواړه خندا لري

که څه  خندا په ظاهر ه ظریفه ، خوشالونکې ده مګر  د طنز پټه نیوکه  دا خندا ترخه او ځورونکي وي

یو شاعر وايي

چو حق تلخ است، با شیرین‌زبانی
حکایت سر کنم آن‌سان که دانی!

دا چی  تریخ دی د حق بیان

په خوږه ژبه درته وایم داشیان

 

پای