4-Newaka

پوهنمل محمود نظري

 

طنز ټوکه نه ده

۳

د ټوکې او  طنز اساسي  توپیرونه:  

د ټوکې  ځانګړتیاوي

۱-ټوکه یو مروجه شوخ طبعی ده چې د خندا لپاره ویل کیږي

۲- د ټوکې موخه یوازې خندااو ساتیري  ده

۳-ټوکه معمولاً لیکوال  نه لري

۴-  دټوکې خندا لوړه ، خوږه او خوشالونکې ده

  ۵-  د ټوکې خندا دڅو شېبو لپاره او د غم  د هیرولو لپاره ده، د ټوکې خندا د ویلو وروسته ختمیږي  

د طنز ځانګړتیاوي

۱-  طنز دټولنې د اړتیا په اساس لیکل کیږي

د طنز په ټولو بدو شیانو نیوکې کوي بېله دې چې د یوه هم  پلوې وکړي دا د تراژیدی- کومیک طنز

 

 طبیعت دی یاني  دا چې طنز د فلسفې او بلاغت یو ګډوله (ترکیب)ده

۲-   د طنز موخه د ټولنېزو  ستونزه غندنه او سمونه ده

طنز له ژانر اوسبک څخه  لوړ   یوارمان او یوه عقیده ده 

۳- د طنز   یوه اساسي پایه پټه ، غیر مستقیمه  او بې صراحته نیوکه  ده

طنزونه ټولنیزې او اصلاحي  نیوکې لري  ،موخه يې  خندا نه ده خندا يې هدف ته  د رسیدو لپاره  وسیله ده     طنزیو بد ټولنیز کار یا سړي ته  ګوته نیسي او هغه غندي  البته دا غندل شخصي  نه دي  او ددې لپاره چې جالب شې د ملنډو څه خواږه  ورسره ګډوي چې دا ترخه نیوکه خوږه  او  زغم وړ کړي

یا په بله وینا  دا نیوکه هغه ترخه دارو دي چې شات  ( خندا) ورسره ګډوي چې د ناروغ له ستوني تیر شي

سعدی څه ښه وایي

چه خوش گفت یک روز داروفروش

شفا بایدت ، داروی تلخ نوش

اگــــر شـــــربتی بایـــدت ســودمــــــند

ز سعدی شنــــو نوشـــــداروی پــــــنـد

زپــــرویـزن مـــعــرفــت بیخـــــــــــته

به شـــهــــــد ظرافــــت بر آمیخـــــته

څه ښه ویل یو  ورځ عطار

ترخه دارو ښه دی شفا ته د بیمار

که غواړی شربت  سودمند

له سعدی  واوره دا دارو پند

د معرفت له غربیله  چوڼل شوی

د شاتو دظرافت سره ګډ شوی

دا چې طنز ټولنیز خصلت لري نو نیوکه  یې هم ټولنیزه ده یاني  د ټولنې کمۍ او ناتارونه   په تولنیز بعد کې تر نیوکې لاندې نیسي او دا چې که په طنز کې  یو څوک د نیوکې لاندې راځي هغه شخص ټولنیز مسولیت لري ( لکه ښاروال یا وزیر...)

چې په دغو کسانو نیوکې شخصي نه بلکې ټولنیزې نیوکې دي

 

 

 

۴-  د طنزخندا ترخه او ځورونکې ده

د  طنز خندا ترخه او د خواشیني خندا  ده ځکه

طنز د عادی ژوند  رښتني غبرګون  دی   نو د طنز خندا  د مخاطب  د سوچ او فکر وروسته  پيل کیږی

  دطنز د اویدو وروسته  اوریدونکی  سوچ ته اړوی

او څه هغه ته د تحلیل لپاره پریږدي

که څه   د طنز خندا په ظاهر ه ظریفه او خوشالونکې ده خو  د طنز پټه نیوکه  دا خندا ترخه او نېښ لرونکي کوی

یو شاعر وايي

چو حق تلخ است، با شیرین‌زبانی
حکایت سر کنم آن‌سان که دانی!

دا چې  تریخ دی د حق بیان

په خوږه ژبه درته وایم داشیان

سوییفت وایي: شوخي د بشر  شریفه او ګټوره  ډالۍ ده او خندارويي هم د قبول وړ ډالۍ ده چې دا دواړه یو اثر ته ننوځي هغه اثر نړی ته د وړاندې کولو وړ ګرځي

«آرتورشو ‌پنهاور» وایي: کله چې جزیات د کلیاتو اهمیت پیدا کړی په کې  تضاد لیدل کیږي هر څومره چې دا پېښې ناببره وی خندا یې لا ډیریږی.

۵- طنز ویل زړه وړتیا او جرات غواړې

طنز ویل جرات او له ځانه تیرول غواړي چې هر څوک داکولی نشي.

 طنز ته د هغه د تکړه والي ، رسوا والي، ټولنیز والي، د هغه د لوړظرفیت او د ورځنیو پېښو سره د مبازرې په پار  تر ټولو ښه ادبي  ژورنال  ویل شوی دی چې با جراته،پوه او با احساسه  لیکوال  غواړي

طنزویونکی لوڅوونکی او مبتکر دی ، هغه د هغو شیانو خبری کوي چې شاید خلکو ته دومره ازرښت ونه لري مګر ټولنې ته اړین وی، طنز لیکونکی د خبرو داسې عینکې جوړوي چې د ټولو سترګو ته مناسبي وي.

طنز ټولنیزي او اصلاحي  نیوکې لري او د

طنز لیکونکی خپلې نیوکې  د طنز د اوزارو په مرسته زړه راکښونکی او تغیروی

 ځکه خلک له  بیاځلي نیوکو څخه  ژر ستړي کیږي.

کنایه د  طنز تر شا    یو برید کونکی  او هدایت کوونکی  عامل دی او په ټولو طنزونو کی لیدل کیږی او ټول اثر ته سر وصورت ورکوي

سعدی په ګلستان کې وایي:

خلاف رأي سلطان رأي جستن

به خون خويش باشد دست شستن

اگر خود روز را گويد شب اين است

ببايد گفت آنک ماه و پروين است

د سلطان د درای خلاف ویل

په خپلو وینو لاس دی وینځل

که په ورځ هغه وایې چې  ده شپه

باید ووایی سپوږمۍ او ستوري دی هغه