نیک محمد ولاړ
ټېکه دار
ولس و پېژندلې چادی چکماره
کالي دي ووتل ټوله له غاړه
ټولو ته مالوم شوې لانجه ماره
نور لاپي باټي اثر نلری ډبلي ماره
کام دی د پردو سره ووهه ټسوماره
ټول کامونه پر خاندی ټېله ماره
پردي دي کړه دولس د مور مړونه
شرمښانو ته دي حواله کړه پسونه
هر چنجی ته دی ورکړ اختیار اوواک
د هیواد يې ټول وچ کړه بڼ او تاک
هله کمیسیون وهي دو، درې نارې
دماشومو شهدانو وینې پلورې
شرمښان دی کړل خپل مرستیالان
ډیر نازوی انساني قاتلان او قصابان
په تا شرمیږی ټول کامونه د پښتانه
ستا په کړو او ستا په کالو او کړه
په رتبه دشاه شجاعو یې امام
له کارمل ښه يې ډیر د پردو په زمام
تل طواف کوی د شوکمار اتل
کعبه دی ده هیره شوې په اصل
مسخ دی کړل په پردو غلو ماشومان
د کام دوښمنان دی کړل پاسپانان
افغانستان دی و پلور په تور جهان
په بمبارد دی دوستانو ویست ارمان
په روزګان هلمند فراه لغمان او ننګرهار
په فاریاب پکتیا، خوست، او لوی کندهار
په کندز غزنی بلخ زابل نیمرور او کنر
په بغلان وردک پکتیکا او لوګر
پښتانه دی کړل ټول په اوربریان
نښه يي ده دخواجه بهاالدین زندان
خوشی دی کړه وحشي ځناوران
په ناحقه وژنی پښتون د ا پسکاوڼان
په وحشی سپیانو یې داړل کیږي ماشوم
بورې کونډې یتیمان ډیریږی ښه دي درته مالوم
دښځو په جامو د پردو خیرن لاسونه پاکیږي
دیتیمانو سپیره مخونه په چپېړ ه سره کیږي
لکه ښځه ژاړي په ځان وهې ریشخند
ددنیا سیاستوال په تا دوپي مار وهی پسخند
تخته دی ایښې مخی ته د شطرنج
اړونکی کوی د ونډی مارسره په ارونج
په ځان نه پوهیږی څه دي دی اښون
اټ او سټ د ی کړ ټوله پښتون
ګوسړی درکوم چې نه پوهیږی په کار
ستا نه شلېدلی دی د کاروان مهار
دا وار چې په څلور وختی څوکۍ ته
اوس بیا له ډاره ګوز وايي پسکۍ ته