2-tantantas

 

 

نیک محمدولاړ

 

تن تن تس

 

 

 

ګران افغانستان دی زما آدرس

په کابل کې دی ښه چس  تن تن تس

چې ورشې انس او جنس  ته وایه اس

د اس راس  پښتنو ته هم  تن تن تس

بډیخور دي له پیاده تر وزیره هرکس

بهرني هم کورني شابس تن تن تس

هلته به ټوله ورځ ګرځې په اودس

چې  نشي ریچې اوه لس تن تن تس

لږ خوره څښه چې په  درد دي نشي نس

مکانونه نشته نشي نا غس تن تن تس

هلته اوس نشته موټران د ملي بس

ټکسی  اوتونس دي غس تن تن تس

که ځي په موټرو کې  د میني بس

جیبونه ټینګوه چې نشې تن تن تس

هلته ډیرخلک نه لري د خوړو وس

خو ټنبه دي ټول  مقدس تن تن تس

پخوا به ښځې د نارینو رهي وه پس

لا ښځې شوي نه دی اقدس تن تن تس

پخوا شکر وو اوس نه لري خلک بس

 دګونیو ډکول دي ټوله بربس تن تن تس

پخوا سینما ګاني وې اوکله سرکس

نن د تې وي اونېټ دی بړبس تن تن تس

خواخوږي ټوله ده نه رسیږي کس په کس

هر یو اخته دی په خپل بمبس  تن تن تس

پخوا به بکلوریا او لیسانس غوښت جس

اوس  دالقابووېشل دی بربس تن تن تس

پخوا  به  دپښو ترپ وو د افغان ولس

اوس د سړیخورو دی  جرس تن تن تس

پخوا مرداره غوښه خوړل ټوله ګرکس

نن  ناست دی  هغوی په چکس تن تن تس

پخوا په خوږو را ټولیدل ټوله لکه مګس

اوس  په ډیرو ترخو نڅیږي  تس تن تن تس

پخوا کارمندان وه په پتلانه ملبس

نن د ی هغه په ږیره لکه خس تن تن تس

پخوا د غلو او غدودو لپاره وو محبس

نن هغوی مدرسان دی مقدس تن تن تس

  ددولت آزادی بیان  مات شووچ  اودس 

انا مړه سوه تبه ئې وشلېده بس  تن تن تس

دولت باید وکړی منښته د کس او ناکس

له ترپه لوېدلی نه لري نور جس تن تن تس

پخوا په سپاهیانو ټولو په پښو  تړه ګیټس

اوس پر موږ د لاسه  د ګیتس دی  تن تن تس

 پاک دطلبا په زور کوي  دواک بندوبس

ایران   بیاپه خپلو  دیني مدرس تن تن تس

داسلام په لومه دکبانو د  نیولو دی بندوبس

وژني   ټوله  پښتانه اس راس تن تن تس

متل دی د ازمویلي ازمایل دي رجس

نن بل ځلي ازمایل اقدس دي تن تن تس

  وپوښته له خلکو ولي خاندې دا کس

وی ځکه ټوله کړه یې دی ناغس تن تن تس

یو عمر تیر شو څوک نه  وایي ورته  بس

 لا دښو کارو تمه لري ولس د  تن تن تس

ګیله مه کړه د عقل سترګه بنده ده په قفس

ډالري تنخواه لري چس اوهم  تن تن تس

اس راس شوه اصلي سم پوهان تس تس

تن  تن تس ناغس شول اقدس تن تن تس

خدایه!  داملت بچ کړه د لیونغرود  بربس

نچوړ  ملتیا د بدو ده رجس  تن تن تس

په تن تن تس دي د وضع خبروم د بمبس

د القایده تاپه ده  تیاره د حابس تن تن تس

 

اس( د ماشومانو اسلام علیکم)؛غس(ګورکش)؛چکس( د بازد ناستې ځای دښکاري په مټ)؛ناغس(ناولی)؛اس راس(هلته دلته)؛رجس(ګناه)؛ جس(همت)؛بربس (دود او دستور)؛بړبس(دبدبه)؛تس تس(تېټ او پرک)  ؛ بمبس  (سست بار)؛تس(تش)؛ابس(فضول)   ؛ حابس (مانع)؛جرس(ګنټۍ)؛ اقدس(پاک)؛رس(روزی)؛کس ناکس( خپل او پردی)؛ناغس( ناولی)