دطنز پانې ته ښه راغلاست
طنز
محمود نظری
ټاکنیز اعلان
کاندیدانو د بهر نیانو او ګاونډیانو په برکت په اعلانونو غټی غټی پيسې لګولی نو یو کاندید چې تګلاره يي د ګاونډیانو او بهرنیانو خوښه نه او هغو ی مرسته هم ورسره ونه کړه
هغه هم دوستانو اړ کړ چې اقلا یو اعلان تلویزیون ته ورکړي
د هغه څه پسې چې یې زیرمه درلودې یو تلویزیون ته ورغی او د اعلاناتو د مسول څخه يې وپوښتل:
زه غواړم یو اعلان تیر کړم
هغه ورته وویل: دهر توري اعلان یو وار ویل لس ډالره کیږی د زړو شیانو اعلان نیمه بیه ده خپل د پیسو مطابق اعلان ولیکئ چې زه يې خپور کړم هغه د ډیر غور وروسته یو لنډ اعلان ولیکی
هغه چې کور ته راغی او د دوستانو سره يې اعلان ته غوږ ونیوی د نورواعلاناتو وروسته وویل شول:
زوړ پېپ د پلورولو لپاره!