دطنز پانې ته ښه راغلاست
طنز
نیک محمد ولاړ
! ستا خوښیږي
دزورورو ملکونو مشر د پردو په اټن کښېوتی دواړه کاندیدان ودده شوی او چیلک شوی په خپل دوتر کې کښينول چې د زړه خواله سره وکړي.
اوهغو ته يي په خندا ویل :
د زړو بړاس مو و باسئ چې خدای ناخواسته پنچر نشئ !
هغه کړکۍ پرانېستله اوور يې ور پسې پوري کړ او ولاړ.
هغوی دواړو کوټه سر تر پایه ښه او په ځیر ځیر وپلټله چې کومه کامره یا تیپ یې نه وي ورته ایښي.
بیا کرا ر کیناستل.
ودده شوی کاندید له چیلک شوی کاندید څخه وپوښتل:
- ستا داسې څوکۍ چې اختیار یې د بل چا وي خوښېږي؟
هغه په خندا ځواب ورکړ : خود!
هغه بیا له هغه څخه وپوښتل:
-ستا داسې څوکۍ چې تشناب ته د تګ اجازه باید واخلي خوښیږي؟
هغه په خندا ځواب ورکړ : خود مې خوښیږي!
هغه بیا په جدی توګه ترې وپوښتل:
- ستا داسې څوکۍ چې نور دي په ګوټو ونڅوی خوښیږي؟
- هغه په خندا ځواب ورکړ : هو! هو !
- ووده شوی یو سوړ اسویلی ویست او ورويې چیلک شوی ته وویل : ډیر ښه له بد مرغه تر دې ځایه یو شی یو !
اوس ستا وار دی .
- چیلک شوی د یو بې ډوله ټوخي وروسته وویل :
ښه ته لاس پوڅي کولی شې؟
هغه په خندا او ډاډ ځواب ورکړ:
- سل په سلوکي
هغه بیا په جدی توګه ترې وپوښتل:
-ژبه بدلولی شي؟
هغه په ډاډ ځواب ورکړ:
- سل په سلو کي
هغه بیا وپوښتل
- بیګانه پرسته کولی شی؟
هغه په ډاډ ځواب ورکړ:
- زر په سلو کي
چیلک شوی هم یو سوړ اسویلی ویست او ویل يي :
ډیر ښه تر دې ځایه یو شی یو
اوس باید له نور معیارو څخه کار واخلو
ووده شوی ځواب ورکړ : سمه ده
هر څوک چې رند راوخوت هغه وړې ده
چیلک شوی هم ورسره ومنله:
سمه ده
چیلک شوی ویل :دا ومنه چې زه تر تا ډیر رند یم زه یو لی په لی ګرځیدلی سړی وم د ځان د مطرح کولو لپاره می ستا د خر په خر ګردانه دولت کې ډیري خر تیزی ووهلي ، سترګي مې د لرګو کړې او پښه مې وخرل چې ما لوبه وړې ده او ځان مې ستا سره په یوه انډول کې واچوی.
زه پوهیدم چې د ټاکنو وړل ماته په وچه دښته کې د پيریان اوبه لیدل دی پوهیدم تا میدان ګټلی دی ستا دناتوانی په لیدولو می پښې در پسې و اخيستې
نو اوس ته ووایه:
زه رند یم که ته؟
ووده يي په ځواب کې ورته وویل: یا زه
چیلک شوی وپوښتل :
څرنګه؟
ووده شوی ورته وویل:
- آیاستابېله خپلې ډلی بل څوک هم خوښيږي ستا سره کار وکړی؟
هغه سر وښوروی او ویل يي:
-یا
ود ده شوی په خندا ورته وویل
نو لطفا ددویم وار ټا کنو څخه انصراف وکړه زه له تا رند یم
چیلک وپوښتل :
- ولې؟
ووده شوی ځواب ورکړه:
- ځکه ولس او دنیا ستا د ډلی محاکمه غواړي، زه يې مشراکت غواړم ته يې دولت غواړی
تښته ما یې په مشراکت څوک نه پریږدی ته يې لا دولت غواړې
تښته
د کرکۍ لخوا یو لاس را اوږد شو او ووده شوی ته يي د مبارکی لاس ورکړی
چیلک شوی په پټه خوله غلي په ژیړي سترګې د دوتره ووت