2-shaakawey

نیک محمد ولاړ

 

 

  !ښه کوئ هلکو!بد مه کوئ

 

 

موږ لرو یو بزرګ له حده ډیر  مهربان

د ولس په کار کې  دی زښت ډیر بې ایمان

هغه  دی  یو  بومي اصلي پښتون

ځکه د پښتون  تل غواړي زبون

هغه تر اوسه  سل سرونه  دی خرېیلي

یو یې هم نه وو په اوبو  خېښت کړي

هغه دی اصلي پوخ فتیر سیاستمدار

ځکه د  شپې لا زالېم ګټې ته دی بیدار

جهان ته يي ژبه ورکړه   د فساد د بدلولو

د فساد  د پراخولو،ډیرولو ، هڅولو

هغه جوړ کړ په خپل مورزادی نوښت

پلان چې وښيي د پښتون او زرو ټرښت

د سولې زنګوله یې  په خپل ځان وتړله

د قا رون  دخزانې  کیلۍ یې په هوا کې ونیوله

بیه !بیه! يې کړه هوا ته  د ډالرو په شنډولو

پکول ځي  د لونګۍ سره راځي بیرته په خندېدولو

ښه بزنس جوړ شوی  په  دې آزاد بازار

ماړه ماړه شول خوار نور هم خوارو زار

 

پیسې دي  غلو ته ښه لاره د حل

مګر نه  ده پیسه  یوه  لاره د چل؟

ځکه که لاره بنده شول رښتیا د فساد

بل دام به پروت وی    لپاره د صیاد

 

 

د هغه هر خبره ده لکه پر کاڼه کرښه

مګر هغه لوټه غوره کړې پر ځای د پرښه

هغه وايي  له  دنیا به لیري  کړم  فساد

نه هم د یارانو د مخدره توکو انسداد

ټېله کاران  یې د وباره و ټاکل

خپل خړیماران یې  بیا ماړه کړل

د سولی په نامه یې ختا ایست جهان

ددنیا له لاسه يې لکه کب ویست ځان

هغه د شیطان سر نه دی ګرولی

مګر د ځان په ګټه یې جهان دی نڅولی

د هغه  له اوله سوله روغه وه ارزو

ځکه هغه  ولس پورته کړ سرته د غرو

انډوالان یې ټوله دی ور سره  یوه سلا

هغوی یو  هم نه  غواړی  لکه دی راتګ د ملا

هغه ویل کار سپارم اهل د  کارته

وګوره  زمام سپارل یې  اهل د تبارته

هغه ویل عدالت راولم   په رښتیا

ګرم یې ټول  په کار وګمارل بیا

هغه ویل د مجرم په ضد کوم ابتکار

هغو ته يې ورکړ ډیر کل واکه اختیار

هغه په خپلو خبرو زښت ‌ډیر لري یقین

پنسل پاک غواړی  د هغه کرام الکاتبین

وايي هغه لري یو سلاکار مداري

چې په جیبو کې  ښا ماران ساتي

هغه ته یې ورکړې  اودوم دمارانو

اوس یې هغه دی یو له ډلې د یارانو

هغه خپله  ډبلي ما ر شوی دی مبتکر

ټول ورځ  او شپه پخوی انتر منتر

د هغه موخه  ده د ولس اریانول

د ملت  دپړو او قاتلانو  ځواکمنول  

هغه د مچانو  څخه کار اخلې  د پیلانو

هغه ټاکی غله پر ځای د حاکمانو

هغه چې وی د پښتون د کلتور ضد

هغه پر ګران وی ډیر له خپل وروره و جد

هغه چې ښه ازموده ووینی  قصاب

هغه ته  د ډیر لوی سړي کوي خطاب

هغه  تل له ځان نا پوه غواړ ی کښته

چي واچوی پر هغوی خپله کته

هغه اوس عملي کوي تاریخی اسطورې

د ناپیلیون د وخت  د«ویدوک »کوی کيسې

دارسطو لیک  و اسکندر ته ورغلۍ په لاس

 لیکل شوی :که غواړی چې وشي برلاس

کم اصلو ته ورکوه د کماله  لوی منصبونه

وږی کړه ټول میښته کامونه ولسونه

کم اصله د خپلي څوکۍ په ساتلو

اخته وی وږي  دخپل کورنیو په مړولو

کم اصله حاکمان به شی ستا ملاتړ

نیم به درته ځوړند شی په وخت د روغبړ

دا دواړه ستا واک پایدار وي

هغه اوس ددې تاریخې ویناکوی پلوي

ځکه هغه  د وه کسه    کړل خپل مرستیالان

چې دواړه وه د زرګونو افعانانو سر خوران

وایي تر کورنۍ سړي ، خر ښه دی ګښته

ځکه ټوله نړۍ ګزوې  هغه په یوه لنګته

 

په درې غبرګو ازمایلو پسی بیا ازمویل

دا مانا لری پر ځان خپله خندیدل

 

ټول عمر يې لکه زرکه تیرشو په چم خم

مار  چې لا خپل غار ورشی شی سم

هغه تل  خپله پرده کوی خوری شوله

هیڅ چا ته نه وای  چې هلکه مه کوه!

د هغه دی دا شعار ښه کوئ هلکو!

لاس واخلی له بیجلو او مردکو