2-seyase

محمود نظری

 سیاسي څلوریږې

 

زورورمېلمه

 

 

جار له هغه مېلمه چې بې خبره درځي

  کورته په ډله په توره خړه  درځي

په ټک و ټوک  دي ور  دړې وړې کړي

له هشت ومشت سره ټکه ناببره درځي

***

سزا

هغو چې کړي دلته ښه کارونه

یاني وژلي یې دي خپل ورونه

خپلو ته ورکو ل کیږي مقامونه

دپردو په ټټر ځړول  کیږي  مډالونه

***

اهل کار

 

څوک د غلا او چورشي دلته مارشال

څوک  دتیو په کلکسیون شي مرستیال

دلته مقام دی    په کچه د وژلو او اولجې

د غلاغوندوکي او خونکار په وزن وسال

 

 

***

  وړ

هغه چې په  زوره برمته کوي دولتي مال

یا چپاواچوی چې زړه يي وغواړي  هر مهال

  هغه  همدا چوله وهلي برزګان دی زموږ 

 رښتیاوچه خټه کله موښلی پر وچ دیوال

***

پلنډي

له لیکې توغېدل د کفن لا دي په شک

دابرزګان به څنګه ګریزي کړي خپل تلتک

 د هر چا به خپل ټوله د غلا مالونه پر شا وي

د دې پلنډیانو به څرنګه لوند وي خښتک

***

ولي؟

د هري جړې لپاره  ولي کوی چل؟

غل ایسته کوي بیرته ولي راولي غل؟

په دوري دوري  او دتمساح په اوښکو

ولي خپله پړه اچوې په دی شي  او بل

***

 هنر

هر حیوان د ځان ساتنې  لري یو هنر

څوک منګولې ، یا داړې ،یالري ښکر

څوک نېښ، یاغټه خوله، یالري سپر

دانسان  دساتنې  وسله  ده  کوشنی ژبه تر

 

***

سوله

چې یو سم پيمان جوړ نشي د جهان

همدا زبردستي به وي دلته بې ګمان

چي وي  دا ویتو ، دا شورا د امنیت

ښکر جنګي به وي د وزګړو په شان

***

 سیاست

اوښ  چې کوږوږ  دی خواړه يي دي خار

 خوزهری مار له کبره  کوږ  ځي په سمه لار

زمری پاچا دی چې وینې توېوي زیات

بد نومۍ بوده   خر دی چې  وړي لوی بار