2-rabayeyat

نیک محمد ولاړ

 

  رباعیات

 

خر کار ټوله خره معرفی کړل آسان

څو يې زین کړه د څویې کړ ایسته پالان

خپله شو چاپندازاو هغوی یرغه

په خرو کله ګټه کیږی وزلوبه اسان

***

د خپلو نه منې تل د پردو غواړې سلا

  په هر سوړه ننوځي بې سته تر ملا

ځان کله پوتېږي د پردو په  پرتاګه

چې راځې د بل له کوره ، نن به شي سبا

 

***

عام مو د نفاق په اوومه سپڼسي تړلي

حاکمان مو له جنسه دي  دپړي شلیدلي

دانه د ولس خوری قوټ  قوټ لري پردو ته

      نه چې د  ګازرو په خړپ یاست غولیدلي      

***

مهاجرو ته د بې وزلۍ  توره کاسه ښیې

سوټه مارو ته بیا مدینه یي فاضله ښيې

د ولس د غولولپاره  د اوښ کوې نڅاه

شاباش اکټوره، چې خندا دی په ژړا ښېې

***

 

د خلیفه له جیبه یې بښې یې سخي

   د سولې ښه   انځور باسې خیالي

اولنو دی ویلی دا متل له تجربو

 له خير ه مو توبه، سپيان دی که  کوري

***

  

 

احمد، میرویس، اکبر او امان وه ګوربتان

  ببرک، حامد اوشاه  شجاع  دی ټپوسان

ټپوسان ژوند کوی په پاټه شوني د مردارو

له اغیارو ساتی خپله جونګړه زمریان

***

نه پوهیږم په جنت  دوزخ لرئ ایمان

هغوی جنت غواړي حورې او غلمان

په دې دنیا خو جنت نشته ټوله پوهیږی

 پیسې ورکوې چې شی د غلام غلامان

***

هغوی دولت بایلود په عزت

اسامه یې  ورنه کړه په غیرت

عزت او غیرت نه رانیول کیږی

هغوی نه پلوری خپل جنت