دطنز پانې ته ښه راغلاست
طنز
محمود نظری
مجبور ته مه وایه غښتلې؟
شوخ بچه کابل د خپل څو نورو انډیوالانو ځوانانو او سپین ږیرو سره کمیسونه ایستلی وه ځانونه یې ښه غوړکړي وه چې لاس پر ښویدی او د پټلونو زنځیزونه يي خلاص پرې ایښی پر ستیج ولاړ وه او خپل اند امونه او واړه واړه مړوندونه او غټ غټ نسونه يې لکه چینايي کوکي ناوکۍ ښورول او د موزیک سره پورته کښته کیدل
څه خلک په راټول وه او دهغو د دی جشن ننداره يې کوله
شوخ بچه کابل مکروفون ته نژدې شو یو ډول( فیګور) یې ونیوی او ویې ویل :
ومو لید د کولنګي زور، چې په دې بې مرمیو توپنچه مې د دنیا خوا پوټه کړه !
ننداره چیانو هغه په دې ښه فیګور شپېلک باران کړی
بیا يي یو بغلی فیګور ونیوی او ویل يي:
ومو لید د کولنګي زور چې څنګه مې د ټاکنو دباطرفه کمیسیون تریخۍ وروچوئ!
ننداره چیانو بیا دهغه په دې ښه فیګور شپیلک باران کړی
بیا یې دشا لخوا یو فیګور ونیوی او ویل یې:
ومولید ه زور، د څوکۍ لپاره می دنیا ته د افغانانو پزه له بیخه پرې کړه
ننداره چیانو بیا د هغه په دې ښه فیګور شپیلک باران کړی
هغه بیرته په نڅاه نڅاه د کثرت میدان ته ننوت
یو چالاک سپین ږیری لکه ز وړ لیوه مکروفون ته نژدې شو خپل په وچو شوو لکه د مړي اندامونه یې یو فیګور ونیوی او ویل يي:
تاسو مه خاندی موږ د دویم پړاو دټاکنو د نه کیدو لپاره کثرت کوو
ټولو ننداره چیانو هغه هم په دې ښه فیګور شپیلک باران کړی
هغه بیا یو بل ډول فیګور ونیوی او ویي ویل:
د دویم پړاو ټاکنې یوازې یو بهانه وه ، وایي بیړا دومره په بل نه کوي لکه په ځان ، بډو خپل او دکمیسون مخ دنیا ته تور کړ اوس به تر هغه زموږ غوښتنې مني، چې موږ ډاده شو چې موږ يي ګټو یا دی ځان اتیلاف ته تیار کړی موږ دومره ساده نه یو چې پوهیږو ټاکنې بایلو بیا هم ټاکنې وکړو
ننداره چیانو یو بل ته په اریانی وکتل بیایې هم هغه په دې ښه فیګور شپیلک باران کړی
هغه بیا یو بل فیګور ونیوی او ویل يي:
ای بادارانو !موږتر هغو ټاکنې نه کوو، چې دا کمیسیون وی، دا وزیران وی ، دا والیان وی او دا پاچا وی او دا ولس وی..
ننداره چیانو بیا هغه په دې ښه فیګور شپیلک باران کړی
څو تنه چې د هغه ځایه تیریده دهغو په لیدو یې یو بل ته په اریاني ویل: وګورئ دې لیوناینو په دی یخني کې ځانونه لوڅ کړی
چې سینه بغل نشی
بل ویل : ته هغوی نه پیژنی خواران ډیر مجبوره دی مجبور ته مه وایه غښتلی؟!