2-khoorda

محمود نظری

 

 

دخوردې غوړپ


 

 

نیکه جانه :ولې دومره ډیر  سبق وایي؟

-  نن امتحان لرم  .

-ها،ها،ها نیکه  ماشوم شوی امتحان لري هله ر اشئ نیکه امتحان لري!

دسپين ږیري زوی او نږور هم راغله چې  پوه شي څه خبره ده!

زوی يې ورته ویل:

پلاره ! تا  ویل چې فاکولته مو پوره کړه  بیا نور امتحانونه نشته   تا خو اوس تقاعد کړی دی نه چې د انکر اومنکر لپاره تیاري نیسې که څه؟

یا زویه شکر دی چې هغو  لکه ځینې ددې زمانې  ژورنالیستان  نه دي هغوی یوازې ستا تیر کړه پښتي

- ولې پلاره  د ژورنالیستي  امتحان خو نه  لرې؟

- یا ،  زویه !پخوا  دخبریالانو دا دود اوبایده وه چې  پوښتله  یې : کومه میوه دي خوښه ده ؟کوم رنګ دي خوښ دی...

اوس  چې  ژورنالیستان شوي، چې هر خبره  دی له خولې را وځي پوښتی هغه تعریف  که،  چې ته خوله ښوروی بیا درباند ې غوټه وهي او خپل یادشوی تعریف درباندې مني که يې ونه منې بیا  پښې درته  خري  اوسترګې درته  لرګي کوي ، چې ته خوله خلاصه وې  بیا په  خوله کې لکه مچ درلویږی  او تا په ټوخي اچوي هغه خپله  غوښه اخلې او ستا غوښه ویلي کوي .

زما ښه په یاد ده کله چې په ښوونځې کې وم ددو شاګردانو چې یو يې بدماش اوبل یې ښه ماش و تر منځ شخړه  شوه . ښه ماش ورته وویل :

اوس به دي ماغزه متلاشي کړم!

بدماش ورته وویل:متلاشي تعریف که؟

موږ ټولو وخندل چې ښه شو هغه د متلاشي په تعریف نه پوهېده .

نو اوس هم  په مرکه کې چې  هره خبره ستا له خولې راوځي  ځېنې ژورنالیستان در ته وايې هغه تعریف کړه !ا

چې وغواړې ځان تیر کړې، سره سکروټه  در باندې نیسي .

د ساری په ټوګه که ووایي زه   یو هنربند یم دستي پوښتي هنربند تعریف کړه؟

که ورته ووایي دهنر بند کار هنر دی . پوښتي: هنر تعریف که !

که ورته ووايي هنر  قوانین دی وایي وقوانین تعریف کړه   که ورته ووایې هنر ښکلا راولی:  پوښتي ښکلا  تعری...

که غواړی چې دروند کښينې نو باید د هر شی تعریف دی  لکه ضرب زباني زده وي    کنه چې ته ځان ښوروې اوبه بیا  تر ورخه تیریږي ځکه د ډیر و اوبه له سترګو وتلي دي،  چې خوله ښوروي ښکیل په کښې اچوي، لنګته درته ایږدي یا په  لغمازدرته وایي په تا کې ډم  او که  په جوال کې ځان ورسره واچوی بیا دی د باد تر وړی سپکوي مجبوره ژبه په غاښ ترې را وځې.

ښه پلاره : نو مرکه لرې؟

هو زویه (په یو سوړ اسویلی سره )   دا د اوس مرکې هم د خوردې غوړپ دي پزه به نیسې بیا به يې یوه ینګه کوې