دطنز پانې ته ښه راغلاست
نیک محمد ولاړ
خوندور
د بنو غونډه وه د اصلي مور په ضد حیله اوچل
بیا سر په سر په درغلي دټاکنوکار دی خوندور
دلته د تښتیدولو زورمټو لوټ ،ولجه اوچور
بډې اخېستل ،ټګي او د ګواښ کار دی خوندور
د هیواد د تجزيې، ټوک ټوک او وېښلو لپاره
دمکار د فدرالیږم دننه تور شعار دی خوندور
په کابل کې دهلمندد مهاجرو ستري وتري ژوند
د تخارپر پښتنو پر خپله مځکه ناتار دی خوندور
د دغلو بازار ، مړ ښاروال، لبغړی دولت
ناکاره شورا ، ډارنه قضا، مشر غدار دی خوندور
دلته د بیشرمه ګاونډ ، دود، فرهنګ او ژبې لپاره
د مشراکت په نوم د رهین دوباره اختیار دی خوندور
معامله ګره وکیلان د تنظیمونو استازی وزیرا ن
دسولې او دیموکرسي په نامه د خنجروار دی خوندور
دولس دپرتوګ ورږه د بوټ میخ د وږی ماشوم شور
د ړانده ایتلاف کلک نیول دهغو د کاڼو وار دی خوندور
دلته ټک ټک د پوروړی او بې مخه کرایه دار
تنخواه په اوغانی کرایه په اسعاردی خوندور
د سرغن متل لوی واره انځورونه ښکاري هرخواته
دهغه د انځور، نوم، اوپکول اعتبار دی خوندور
په کتنځيو، روغتونو کې د ډاکټرانو سنګر
د تیلو او ګازوځانګړی انحصار دی خوندور
د ارګ پر غاب وډلي رومیان او ټيپران
ناهله، بې څټه، ګوداګي وزیرانوبار دی خوندور
دلته د څلوېښتو هیوادو جنګیالي راغلي
د هغو ارتون په بهراو دننه په باګرام دی خوندور
دماشومانو په سپو داړل اود بې ګناوښځو وژل
د القایده په نامه د ولس بمبار دی خوندور
دلته سرزوري ده دلته بې عدالتي ده ځکه
دلته د ډارن مشر خپ خپ رفتار دی خوندور
دلته په خوند کي خوند دی خوندپه خوند
یوازی ټوپکمارو اوپردو ته دا مدار دی خوندور
کمیسون پر کمیسون کمیسون او کمیسون
درواغ پر درواغو د درواغو باربار دی خوندور
د جنګسالارو، جانیانو د بل کلتور ملاتړ مشر
د ازموده بیا ازمایلو تاریخ تکرار دی خوندور