2- khodae shermawoley

 

محمود نظری

طنز

 

خدای شرمولۍ

 

 ولسمشر د شورا غونډې ته د کابینې د پيژندګلوی  لپاره   ورغلی هلته يې د نوی وزیرانو د پيژندګلوی وروسته   خپل مرستیال ته وویل دعا وکړه:

 هغه ورته وویل:

کومه دعا؟

ولسمشر ورته وویل:

 هغه دعا چې ما د کابینې د لیست  جوړولو وروسته وکړه

 هغه ویل :

 هو په یاد می شوه

چرت مه وهه مارشاله   نور د ولس ووټ ته اړتیا نه لرم  هغه ددرمن د سر وعدې وې  اوس یې کیسه   مفته ده 

ولسمشر  په رنګ الوتی  بڼه ورته وویل:

بس بس

مرستیال زیاته کړه : هو

بس  نور د ولس خبری مه کوه هغه څه په درد خوری هغوی زما په  چمونوبو ی نه وړی  زه هغوی په خپلو ګوتو نڅوم زه د  همدې  توپکیانو په  مټو ځان ساتم

ته مي لیر ي کړې له رايي وروسته  می بیا له هغه لا  لوړ کړې  ؛ تورن اسمعیل مې لیری کړی  له ووټ وروسته  مې بیا هغه وزیر کړ، مخدوم شورا په چکچکو ویستی  بیا يي راولم دغه دی زور

ولس مشر په خړتوب وویل :ته څه وایي؟ چپ چپ

مرستیال زیاته کړه :

هو رښتیا

چپ چپ چا ته مه وایه! دا د شور اډسکی وېشتونکی او ځان من من کونکی ډیر وکیلان می  د بیا ټاکلوپه وعدو له مخکې  رانیولی دی چورت مه وهه

ولسمشر پوه شو خبره نوره هم غړکه کیږی

ناری يې کړه :

امین امین

 ټولو چکچکی په وکړی

ولسمشر په خندا خندا  وکیلانو ته  ویل: مرستیال صایب  ډیر ټوکي دي

مرستیال يې ورو له ځان سره وویل :: تا ته د لاس شا ته صیب