2-karzay tha

نیک محمد ولاړ

 

کرزی ته

 

بللی مي پښتون، کړه وړه دی نشوه  د پښتون

څه چل دی د اغیاروپه لیدو  دی رېږدی زنګون

ماویل دلته جوړه  کابینه که ته کښ شوی تهران ته

راتناو دی کړه  عنایت ،اسماعیل ، او رهین مجنون

ورسره فاشیست عبید،ویس ، بتاش او شهراني

پر غوږ درپرې وتم خو شوی ماته  مورزاده کوڼ

څه می درکړی زما د خواتوری  لپاره   په شا اړوی لمن

جانیان په شا ټکوی په نامه دمشراکت او تړون

هر څه چې وکړی هغو ته يې: یو کوټه ایکۍ

که هر څه د هغو دخوشالی لپاره  راولی بدلون

پښتو ن ته شوی یوه بې وسه پایزیبه مسلۍ

ته نه ایسې چا ته  پښتون په دی کالو او کړون

که دا آینه ده د هغه په لړکې نه ښکاری  پښتون

استازی د پکتیا ،کوچیانو او جنوب زون

دلیری بابایی کوی په کړو کې شي څوړې سترګې

د اوښ نڅاه  کوی چې درباندی راشی بیا شبخون

تر تا هر فاشیست ، غل او جانی ښه دی

نه لکه ته  د لستوني مار غدارتر فیها خالدون

په  دومرو مهال بېړا له کیدی اصلاح

نه شوی انیس، عالیها سافلها   دی کړ پښتون

بده دعا

خدا یه دی  د پاکستا ن د پولیسو میلمه کا

خدایه دی  د کابل د ګدایان سره اخته کا

خدایه دی  د ایتلاف د بمبارد نخښه کا

خدایه دی  د پوروړو پولسو پلمه کا

 

خدایه دی د ځان وژونکی سره هم تړه کا

خدایه دی د کندهار په لاره پاته یوه شپه کا

خدایه دی  د رشوت خورو سره پينه کا

خدایه دده  قواله بنده په محاکمه کا

خدایه دده په نس کې غړومبی  په لمانځه کا

خدایه کیکه يې په پارلمان کې په پرتاګه کا

خدایه د ماشوم ژړا یې ورته ټوله شپه کا

خدایه    توپکیانو ته یې بیا طالب ښکاره کا

خدایه دا د غلو ازاد بازاریې سره تخته کا

خدایه دې  فرعون ته بیا موسی پيدا کا

خدایه د ی  مار ته موشخرما  سره کا

خدایه دی د سرکوزی په زکام اخته کا

خدایه دا ډارنان د لویې بلا خواړه کا

خدایه دا د  ولس ځورو  دنیا چپه  کا

خدایه د نوک او ورۍ بیلونکی  ټنبه کا

خدایه افغانان د یاسین د کلا تیر رښتیا کا

خدایه  اصلی جانیان په تور لست  کې سیاه کا

خدایه که يي  بیا د خایینانو سره  واک شریک کا

خدایه  ته يي قبر لکه نور شجاعان ورک کا