دطنز پانې ته ښه راغلاست
نیک محمد ولاړ
نصف لی نصف لا
(نیم زما نیم ستا)
-
یوبزرګ ویل کرزي ته دلته دي ټوله روا
دارالحرب دی بیت المال نیم یې ستا نیم زما
سمه وروري ده ته یې سپاره وهه زه پیاده
ټینګه دوستي ده ته یې سپوره وهه زه پوره
ویل کرزی پوهیږې بهرنیان له ما شوی ازرده
که څه باور لري په ما لاس پوڅي ازموده
کله تا وزیر کړم کله سناتور کله وکیل د شورا
کله مو لو ی مجاهد بولم کله جهادي پیښوا
کله مو په دولت کی ځایوم په نامه د مصلحت
کله مو خپلوان ټاکم په نامه د ملي مشراکت
ما ته یوازې د پښتنو په سر راکوی ډیر غنیمت
زه دا ټوله غنیمت لګوم ستاسو په خیر او برکت
اوس شوم ارام چې په پښتنو جوړشوی اور بل
دالقاعده لنګه شوې ده په نامه پیل شوی دی غوبل
بزرګ ویل: اوس ولس او بهرموږ بولي ځېناور
وایي پر څوکیو ناست یاست تاسو خیټور
تاسو ټاکل کیږی وزیران په نامه د اهل کار
موږ ته هغوی ګوری په سترګه د مکار
ځکه وایم دارا لحرب شوی دی اوس دا هیواد
وایم راځه یو لاس شو نور هم د ملک کړو برباد
کرزی ویل :چرت مه وه خپلوان مې دی بیدار
زه هوښیاریم نه غواړم چې خپل نوم کړم مردار
داسې خلک مې ټاکلی چې ډکوی سندوکونه
هم د ی شینو ډالرو هم د تاکڼې د ووټونه
بزرګ ویل :خدای ږو که به سم شی دا بڼ
چې د کارغانو چغار نه وی په دی ختن
زه غل د مال یم هم غل دوطن مور د ناموس
په یو چاکلیټ سکاسه نه کوم غواړم ټول پتنوس
کرزي ویل: ولس نه لري ګوله ته یې په ښاخۍ بادوئ
ستاسپاهی جنرال په چپلاغه وهلی شي امر نه منئ
ارثي کړي مې دي تاسو ته ټوله دولتي څوکۍ
یا خپله یا داکا زوی یا ورور یا لورکۍ
***
ولس ویل: وخت تیریږي داهیواد ونډی ته تیاریږي
په دې غلتی شورا ، کابینې او ټاکنو چې کیږي
چې دوی غوندې برزګان واکداروي او کرزیان
په دښته به رهي یو تر څو د پيریان اوبو په ارمان
ماته د ځان په حال راځي خندا ژړا خندا
چې هغوی مو په خنجر وهی له مخی خوا
ناټود افغانستان له غمه لوڅي پښې ویدیږي
دا ملت اخیر ددوی د لاسه یتیم کیږي
تنور يې تود کړی هر څوک خپله ځواله په کې وهي
بهرنۍ او دننه کار بندان خپل جیبونه ډکوي
ځانځانی ده پارلمان د دولت دی په تقابل
ولس ، ملت او خلک نه دی ددې کاره غافل
دا کړه تکراریږی کوی د هغه مات کسیټ کار
تل په خټک بندیږی وای ټک ټک ټک تکرار