دطنز پانې ته ښه راغلاست
نیک محمد ولاړ
واوا! خوږ ، مرحبا !کوږ
آفرین! د هیواد کوږ پالانه دي کړي دوستان
شاباس! پراوږو دي سپاره کړي لکه بیزوګان
ستا د یارانو مارانو صفتونه درپه زړه کوم
تر ټولو لومړی اسمان خراشه رباني در یادوم
شاباش! د میلیونومو الوتکه یې په سلو وپلورله
ښابوښکي!په یو غښۍ يې دوه نښانه ووېښتله
د ا غاړه غړۍزورور ګیډر ښکاري وخوت با ایمان
مرحبا!نصف لی نصف یې د ګران بادار کړه ایران
اشکی! نیمه کابینه دی دهغه له جبهې ده جوړه
افرین! ځار و ي هیواد دپاکستان ایران پوره
بل یو یار دی ستر جنجال یادوم ګیلمجم
قربان!پینځه زره پښتانه يې کړه له دوږخه بې غم
جار!کنه اوس به پښتون نه وای درسره مل
ته به هم نه وای له پښتون سره په چل ول
واوا!تر ټولو ښه ماش ستا دی ستر کومندان
مرحبا ! هغه یو شی چې نه لري هغه دی و جدان
جګی جګی! ځایوې د یارانو اول نوک بیا سوک
ښابوښکي! په دی وجدان او ښه سلوک
مرحبا! چې د بګیلانو کوې د و مره عزت
آفرین چې تښتیدلی وه په نیکر کي د مقاومت
واوا! کښينولي دی هغوی ولس ته په سنګر
ستړی مشی! ولس ته ښکارې ډیر غټ ډنګر
جارشم! اوس د هغه یاران بیا دي ستا وزیران
پرګنډی! ستا په دې افغاني غیرت او ایمان
اشکی! د وچو خولو خلکو د دښنانو ملا دي وتړل
پره ګره! په لوی لاس دی اوږد کړ دا خپل ښه مزل
سل افرینه! چې قصاب دی کړ مرستیال
جګی جګی! دتېو کلکسیون یې درلود یو مهال
آفرین! بیا دی کړ هغه لمن ککړ پر غاړه سپور
د مور شیدي !په هغه شیر چې تا رودلی د مور
بل درته کندو سرمالدار مارچال فهیم یادوم
افرین! کړه وړه یې په وخت د نیولو د کابل ستایم
شاباس! د کابل په خلکو يي کړه ښه سینه یخه
مرحبا! اوس دی راوستی ارګ ته دا پی مخه
اشکی! چې سواد نه لري ستا لومړی مرستیال
مرحبا! چې دومره ورته په اخلاص يې غوړه مال
که دی نه وای بنیاد ایښونکی د ښه اردو تنظمي
اوس به اردو وای یو سراسری بد اردو ملي
ستری مشی! ورکوم سیاف ته ږیره تر ناف
جګی جګی! مړ یي کړه هزاره کام تا کړ معاف
چې نه وای سیاف نه به وای اوس ملي اتفاق
آفرین !په رابړانو چې به په څوکیو لري نفاق
شابوښکی ! یې په ږیره چې یې جارو کړ پغمان
قربان شم! دبوسو لاندې یې اوبه تیروی ته با ایمان
مرحبا! په تا تر ولسه دا بزرګان دي ډیر ګران
قربان! په خنزيرانو کې هغه بد لا کوم دی حیوان
مرحبا! بل یادوم له ځان لوی بار وړونکی تورن
د بريښنا بودیجه يي ورکړه ایران ته خپله پرسن
افرین !تر مور او پلار ورته ډیر ګران دی ایران
جار! که هغه نه وای او س به د برېښنا وای ډیران
شابوښکی! دا دومره برېښنا څه په کار وه رښتیا
افرین !په دې کار چې تا وټاکی هغه هر یو وار بیا
اشکی! د هرات غله یې دی ټوله انډیوالان
شاباش! د ځان کړي يې دي ټول اخوندان
آفرین! چې پر ځان دی بلد کړل اګسا او خادیان
قربان !چې په ولس وژلو کې لري دیپلومان
ډیر ښه! د سر خرېیلو سره دي کړی مشراکت
مرحبا! دخپل کلتور ملا دی ماته کړ ی په نزاکت
جګی جګی! د بدماشانو دی جوړ کړی دربار
افرین !ګوداکیان ساتې په نامه د سلاکار
موږ علی بابا ګڼلې د څلوښتو غلو اول وار
مرحبا! نه شوې علی بابا د هغو شوی سردار
اشکی! تا ټول تړلی پښې راټول کړه پر ځان
جګی جګی! هغوی دی کړه زموږ امران
پره ګره! را به نه شی هیواد ته خوار ا منیت
جار! د مرستی خیرات به ونه رسی ولس ته امانت
شاباس! د یارانو خپلو، ورونو خیانت پوتوي
زر افرینه! په دواړو په یوه سلا هیواد لوټوي
افرین! ورځ په ورځ هغوی آسمان ته خیژوي
مرحبا!د هغو په لیدو خوار ولس کبابوي
قربان !که ته نه يې رابه شي هغوی بیایو وار
مرحبا! دولس د سر د کاسې په اوبو به وي بیروبار
جار! لري دګوډاکیانو ډلګۍ او د ډلو ټپلو
افرین! راباسې ولس ته یو یو پټ پټ له خځلو
جګی جګی! په هریوه ګوری موچڼې د وزارت
په پښه د هرچاچې برابره شو ه دهغه دی برکت
مرحبا! دلته سرک او پچک نه مالومیږی د هګۍ
ټولو پکانو په سر کړی دی وطن دوستی خولۍ
جار! ښو وزیرانو ته دی په زنګون کړې شورا
جارشم! نا اهلو ته جوړ وي جعلي دوکتورا
شابوښکی! شپه تیروی دلته څارنولان او کازیان
ځکه ټول لمن ککړ کوږ پالانه دی دلته حاکمان
ډیر ښه !کابینه دي جوړه کړه له جاسوسانو
آفرین! کړۍ دی په غاړه کړې ده د جنګسالارو
سل شابا سه! چې د پردو راتلل نه کوي قانوني
مرحبا!چې د بیمار هیواد روغتیا درته نه ده ضروري
شابوښکی! خپله څوکۍ دی سپکه کړه اوکابینه
آفرین! چې هر هرزه بوټي ته دی ورکړه ونډه
واوا! یو هیواد دوه یې دی ملي سرودونه
شاباس! یو پاچا د دوو ځوړند دی عکسونه
افرین! چې وایي زه د مرستندویو نه غواړم پیسې
مرحبا !ځکه ستا ډکي شوی دی ټولې زیرمې
شا بوښکی ! دکار د اهل پر ځای ټاکې بدماشان
افرین! مشراکت له هغوسره کوی چې کوږ یې دی پالان
جګی جګی !اوبه د سر دپاله دی کړي خړي
شا بوښکی !تر رمی یې ډیر دی خډل سپي
***
شاباش!ولسه تر ټوله درمخه چپه کوه لالا
د څلویښتو غلو مخکې د هغومشر علی بابا
چې وي دا درک سپې به ورپسې وی ډله
لکه سپيمه تر مخه ور پسې د سپو داړه
ولسه! چي و نه خوري د ا ټګان د نر لغته
نه کښېنې پر ځای سم لکه اورته
افرین !ولسه له زوره کار اخله همیشه
هیواد نه آبادیږی په خوړو د خپلې شوله
وایي سر خرییلی له ولس شړلی څخه دی ښه
هر انسان ښه دی نه لکه دا خر تړلی په پښه