دطنز پانې ته ښه راغلاست
نیک محمد ولاړ
!ګوره زما مخ تور نه کړې
یوه ښځه او ځوان وه په لاره روان
ښځه په کړس کړس وه ګریان
ځوان ورته ویل ولي ژاړې جنۍ؟
څه خبره ده چې په ژړ اکوی زارۍ؟
ښځی وې ویریږم مخ مي نه کې تور
ښکلې یمه کله لرم د نارینه زور
سړي وې په لاسو مې دي اتکړۍ
په یو لاس کي هیلۍ په بل کي ټوکرۍ
ښځې وې ویرېږم په ونه موندې کیلۍ
شوخه هیلۍ لاندې نه کړې تر ټوکرۍ
دلته ښه خلوت دی نشته بنيادم
هغه خوړ ته مي شوه نه کي دا دم
زما له وانخلې د ارمانجن زړه کام
څوک هم نشته چي مو کي بد نام
دلته همدا کیسه لري اوس دوام
والي وی زمو ږ سل پولیس دی جزوتام
ویریږو چې رانشی دښمن د له لارې د بام
وزیر وی زموږ سپاهیان دی کارمندان
دهغو دنده پيلیږي سها ر د ملا په اذان
له شپې نشته په ټول کابل کې تلاشي
کابل په خپله خوښه له شپې پيریان ساتي
خدایه خیر پیښ کړی افغانانو ته
په دې پوهو اهل دکار و حاکمانوته