2-Donkey Ridder Consultant

طنز

محمود نظری

د خر کار سلاکار

پروفیسر د څو تنو نورو لوړو ډاکټرانو سره د ناروغانو د کتنې لپاره د یو ناروغ کوټې ته ننوت

ناروغ سر درګمه پروت  و پروفیسر له مسؤل ډاکټره  دهغه د ناروغي په هکله وپوښتل :

هغه ورته ویل: دا ناروغ اصلا افغاني الاصله انګریز دی  افغانستان ته د دوستانو لیدو ته تللی و.

میرمن يې وايي د راتګ په وخت  کې  یې په الوتکې کې یو خپل کلیوال ولید د هغه په لیدو ډیر خوشاله شو د نیکه مرغه هغه د همدې الوتکې غټ سړی مالومید . هغه موږ له اقتصادي برخې څخه د بزنس خوا ته راواړولو  او ښه  ډوډۍ یې هم راکړله  اوهره  ګړۍ به یوې  ستیوردسې زموږ پوښتنه کوله

د هغه میرمن وايي موږ لا  خپله  ستړیا نه وه اچولې  چې هغه ماته ویل:

هغه زموږ کلیوال دی   ډیر ښه وختونه مو سره تیر کړي دي  موږ به هره ورځ  په  خرو وزلوبه کوله بیا زه کابل  ته د سبق ویلو لپاره  ولاړم او هغه هلته خپله خرکاري کوله  اوس ګوره!  هغه  څومره پر مختګ  کړی دی.

د  هغه  زړه  نا آرام و نو   له یوې  ستیوردسې څخه  یې وپوښتل: دا زما دوست څه کاره دی ؟

هغې   ځواب ورکړ  :هغه پيلوټ دی

په همدومره خبره  د  هغه د زړه درب شو

او په  نس کې يې ډول په ږغیدو  شو څو واره  ژر  ژرتشناب ته ولاړ ستیوردسې دهغه احوال پيلوټ ته یوړ، پيلوټ راغی  او

د هغه يې وپوښتل : ولې خیر خو دی؟

په دې وخت کې  الوتکه لږ سره وښوریده

پيلوټ  لاس پورته کړ او الوتکې ته يې ویل:   ایش ،  ایش

هغه د «ایش» په اوریدو  بې هوښه شو  او ژورې کوما ته ولاړ.

پروفیسر سر وښوره   او ویل يي :هغه لا  ډیر شجاع الدوله دی چې مړ شوی نه دی که زه وای وخت به مړشوی وای شاباش په ده کې  لا  تراوسه څه غیرت  پاته دی

بیا يي خپلو ورسره ډاکټرانو ته ویل :پخوا  د اسې ژورې کوما درملنه نه لرله اوس د پېښې په رښتیا مالومولو سره  تداوي کیدای شي

نو هغه د یو کتاب په لیدو هلته له پروت تیلفون څخه  تیلفون وکړ.

- هلو دا دافغانستان دی؟

د هغه خوا یو ځیږ ږغ ځواب ورکړ:

-هو.

بیابل نفر ورته وویل : وفرمایاست!

-زه پروفیسر د یو ناروغ د سلامتیا په اړه یوه پوښتنه لرم آیا رښتیا ستاسو په  ځینو لویو پوستونه کې خر کاران ، سګوانان  او ډمان کارکوي

هغه ځواب ورکړ:

بلی ،هو، د  جوړجاړیو اوملی مشارکت په پار دا کار شوی دی

خو ستاسو د تشویش په خاطر باید وویل شي، د اهلیت  ورتوالی يي په نظر کې نیول  شوی دی او د سږکال له سره هغو ته سلاکاران هم ټاکل شوی دی

پروفیسر ورته وویل : مننه

د هغه خوا په ځیږ ږغ ورته وویل شول:

- مننه

پروفیسر بیا  وپوښتل : دا ستاسو تر شا چا وویل: مننه

دهاخوا ځواب ورکړ شو: صیب هغه اعلیجناب  سفیر صیب  دی

هغه یوازې هو او مننه زده ده

نو تاسو څوک یاست؟

زه  يې  د تلیفون سلاکار  یم.

ستاسو د مالوماتو څخه مننه او غوږۍ یې کېښووله

پروفیسر یوه ورځپاڼه سره وپيچله یوه خوایې  د ناروغ په غوږ اوپه بله خوا کې یې په خوشالي  نارې کړه:

- پاڅه!  ستا خر کار  دوست ځانګړی  سلاکارپیلوټ درلود

چې  د هغه  دنده  یوازې« ایش» او «چو» وه

ناروغ اوچټ را وغورځید او په خوشالي کور ته ولاړ او له ځانه سره یې وویل  : هغوی پوهیدل چې « ایش»،« چو» په درد خوري