2- dolos awo dolat

محمود نظری

طنز

 

دولس او دولت متلجنګی

 

 

 

 

ولس : اصيله ځان دي کچه کی ، چي پرتوګ دي الچه کی

دولت :اوښ ته ئې ويل دا مغزی دي ولي کوږ دی ؟ هغه ويل کم ځای مي سم دی

ولس: تور په منځلو نه سپین کیږي

دولت: تور تر ټولو ښه رنګ دی

ولس :کابینه  دی د پردو سپو جوړه کړې، څرنګه به یي خپل کړې

دولت:پردی سپي په څوکۍ خپل

ولس: اوښ ته ئې ويل لوبي وکه ،هغه جړونګان له بېخه وکښه

دولت: ګوروان دي په خيال ادم خان درغلی

ولس :بې مخدومه کابینه نه جوړیده

دولت: مخدوم تنګه موچڼه ده

ولس: پخوانی کابینه دی خدای وبښي مګر  په کارو کي سُسته وه

 دولت :پرما يي د بادارانو خوشالول دی ، کار کول يې په  خپل وجدان اړه لري

ولس :ستا د سر په خيال کی ، چي رايي نه دی درکړی پښتون

دولت: رايي وړی ، کونه کښلې

ولس:چې زما په ووټو مست سي ، هغه زما دمور مېړه سي

دولت : بده ښځه له تګه مالومیږي

ولس:خانده خانده ، ښه کابینه  دي اوډلی ده

دولت :خر په خند اڅه پو هيږى

ولس :چي وخورې د نر لغته ، داسي به کښېنې لکه اورته

دولت: خر په وهلو نه آس کيږي

 ولس :په پردي پرتاګه ځان نه پوتېږي

دولت:ارمان چي وروستی عقل لومړی وای

 ولس: کابینې ته ووایه  په يوه استنجاء لمونځ نه کيږي

 دولت :چي مور لري ادکه ، په صفت به يې واده که

ولس :د ملت شړلي   که شرم درلودای ، د شورا نوم به يې بیا نه اخيست

دولت :ټمبه ته يو باد هم غنيمت دی

ولس :اوړه يې د ميچني ، وزیران يې د چخني

دولت :په رسینو چي اور بليږي . هم دا  سورنا چي ورته رقصيږي

ولس :خوار سې مکاره . چي هم چم کوې هم ژاړې

دولت: چي لو کونه وينې ځني ځغله

ولس:په هر غار ګوتي مه منډه ، پسات به در وسي

دولت :آموخته خور بلا خور

ولس: په  هغه دي خدای و واهه چي وهل ئې نه وي کړي

. دولت :پردی په وهلو نه خپل کيږي

ولس :پښتون نه دی چي د نوک ځواب سوک ورنه کړي

دولت:بد بانجڼ افت نه لري

ولس:د خوارې كونډې زويه خپلي روټي ژويه

دولت :چي په خپله يې وخورې غول به سي ، چي بل ته يې ورکې ګل به سي

ولس :ماما چى جيب ته لاس کوى د خورى تمه ورته وي

دولت :د خره په تندي كې محراب نه وي

ولس :دسورنا چې يوپف دى

دولت :په شرم هغه شر ميږي چې پرې پو هيږې

ولس: وزه چې په بام وخيږى نو ليوه ته ښکنځلي کوي

 دولت :وزه په  پرديو غوړو مسته وي

ولس :سر خريلى ښه دی نه ولس شړلى .

دولت: پک په سر تار نه لری له ولسه خار نه لري

ولس: په شلومبو که چاغېدلای ، غړکه به چاغه سوې وای

دولت :په بدلو هم  څوک نه چاغیږي

ولس : تر رمې دې سپي ډير دي

دولت : تر يوې خرما دوې وڅکي ښه دي

ولس :دمچ جنگ به د پک په سر مالوم سى

 دولت :که پک  نه وو وزیر شوی

 ولس: اول مړانه په سيالي وه ، اوس سپيتانه په سيالي ده

دولت :توره کښلې ، کونه کښلې

ولس :خواره کې هغه مينځه ، چي د مينځي کونه مينځي

دولت :دسلوشاباسونه يوه روپۍ ښه ده

ولس:په خوله خوږ ، په کونه کوږ  

 دولت :پر غوولی سندري مه وایاست

ولس:په رنګ ښايسته ، په عمل خواره خسته یې

دولت : ولس ګيلې کوي ، پردی پېرې کوي

ولس : کم اصل ته اشارت ، اصیل ته لغت

دولت: اصیل د مالګي په څکلو څه پوهيږي

ولس :پر موږيي لمبول دي ، بښل يې پر خدای دي

دولت :د ژوندی زمري ، مړ ګېډړ ښه دی

ولس :هر څه چى خام وى پخيږى انسان چى خام شو نه پخيږى

دولت :چرګ چي ببر شي ، هغه هم  بد ځناور شي

ولس :چي راځي د پردی له کوره ، پرتابه ورځ سي تکه توره

دولت :نو ځکه هر  کار ناکام دی

 ولس :حيادار حيا کوله ، بې حيا ويل زما څه بېريږي

 دولت :چي ته خبریږی  ولسه  ، زه په څلور مړونه وکم

 ولس :چي په کور کي غوړي مومي ، ليونی به غرو ته درومي

  دولت :گاوميښه دگل په بوى څه پو هيږى

 ولس :چي د ړندو پر کوڅه راسې ، پر يوه سترګه لاس ايږده

 دولت: غله راسره مل دی مه بیریږمه د خپل

ولس :چي پاچا ئې لېټۍ خوري د وزیرانو  به یې څه حال وي ؟

 دولت،  زه خپل وزیر په  تيزپيژنم

 ولس :په نن پسي سبا سته

دولت :پښو پښو ارمان کاږۍ غالۍ ده

ولس :دا وړى نه شړۍ کيږي

دولت :وجدان چي اموخته شي ، آس نه دی چي قېضه شي

 ولس :پر نور څه انا نه سوم ، پر خوشاو زه انا يم

دولت :چي وې غواړي په خوله ، نو خورې به يې په څه ؟

ولس :ته  گوری مرستیالانو  ته هغه تا ته کار شو ترمينځ پاته

 دولت :مرستیالان  ګوري شا ته

چي هوږه ونه خوري د خولې دی بوی نه ځي ولس:

دولت     :ونى چى ميوه نيسى ډبرى به خورى .

ولس :آس يې و هغو ته ورکړ چي د تانګ د ټرلونه وه

دولت :پر لڅه خېټه ئې ملا تړلې ده

ولس: په ګورم کي يې غوا نه درلوده ، د ګوروان سر ئې مات کړ

دولت :څونه چي خرګی ، هغو نه ئې بارګی

ولس :پردی له ناتوانایی مهربانه دی کنه پردی چيری او مهربانی چیری

دولت :اصيل خطا نه لري ، کم اصل وفا نه لري

ولس: په کلي کي بلرغو غیم

 ولس: په باغ کي الو غيم