2- dept

محمود نظری

طنز

 

د ټولو پوروړی

 

 

درینګ  درینګ د تیلفون شرنګی شو

-هلو

- ته باید په دې دور ه کې خپل کالي موډ بدل کړې!

-ښه صیب په سترګو!

د بل تیلفون توتو  شو

-هلو

ـ ته باید د کامو د بد ماشانو پرځای د هغو له اهل کار څخه ګټه واخلې!

ـ ښه صیب! هغسې چې تاسو وایاست.

د بل تیلفون شرنګی شو

-هلو

-ته باید جنګي جنایت کاران له کابینې وباسې!

 - په سترګو صیب!

 د ملي اټن  دنغمې ږغ پورته شو

هو  زما مبایل دی

- هلو

- په کابینه کې  په هغه زما سره  په وعده شوی څوکۍ غوږ دپ نه کړې

 -سمه ده، سمه ده

د تیلفون  شرنګی شو

- هلو

ته باید رشوت خوره محاکمه کړې!

- په سترګو صیب!

بیا دبل مبایل د اټن نغمه پورته شوه:

- هلو

-هغه زما زوی دی هیر نه شي!

- ښه دی!

 دا مو د بابا وطن... د غزلې ږغ پورته شو

هو دابل مبایل مي  دی

- هلو

-ګوره هغه دراز بې نمازه والی تغیر نه کړې ما وعده ورسره کړې  ده!

 - ښه صیب

- بیا د تیلفون شرنګی شو

- هلو

- ورور دی باید ژر له هیواده  وباسې!

- په سترګو صیب

بیا د اټن  دنغمه  پورته شوه

- هلو

- ته باید نور پاتی ونه خورې!

- دسمه ده صیب  په  ویلو سره يې سر پرله وچرخید او ضعف یې  وکړ

د تیلفونو د ږغونو ازانګه په کوټې کی پيچل کیدې شرنګ ، شرنګ. تو تو .توتو دا مو دبابا وطن  دیم دیم ديژ...