دطنز پانې ته ښه راغلاست
طنز
محمود نظری
د ډالرو بم
د پهلوانانو ملګرو په هڅه او نوښت دافغانستان د بیا ودانولو په هکله په افریقا کې یوه بین الپهلواني غونډه جوړه شوه ،هغې ته د مهمو جنګو نو تکړه سرغنه لیونیان رابلل شوي وه.
دا غونډه رسماً د یو لاسی بم په غورځولو پیل شوه
ددې غوڼدې پایلې ته د ټولې نړۍ خلک سترګې په لاره وه چې یوه ښه لاره به پیدا کړي.
لومړی یو افریقایي کومندان چې دواړه پښې یې پرې وې دبغل د لرګو په زور یې ځان ایله تر ستیجه ورسوی
هغه په خورا سړه سینه لاسونه په هوا کې خوځول او ورسره کرارکرار ګډ و :
دا ډیر اسانه کار دی باید هلته کرار یو نیوترون بم ورشوه کئ کرار ي به شي
ټولو لاسونه ورته و پړکول
تر شا یو ناست کس لکه د شلومبو مچ سلګۍ پسې واخیست
یی ، یی، یی
د جنګ د پازوال چرچرک له خوشالی چغه کړه : ډیره اسانه لاره ده . شاباش!!!
هغه بیرته خپل ځای ته په څلورو رهي شو
مګر دا ښه وړاندیز د بین الپهلواني استاځي له خوا رد شو هغه په خواشیني ویل :
په دې زاړه کورونه بیا څه وکړو دا به دنیا ته یو لوی ربړشي
د دویم نړیوال جنګ یو کومندان چې یوه سترګه او پزه یې نه لرله یو تر لاس نیولی ستیج ته راغلی هغه هم په هوا کی لاسونه خوځول پيل کړه په لارغه يي ډول يي په ډیري لورینې او ډاډګیرنې وویل:
دا ډیرـ اسانه—کار دی ـ د اتوم یو بم پر- واچوئ
په جاپان د اتوم د بم، اغیزه وګورئ اوس يې څومره وده کړې ده
او په رپیدلو لینګو بیرته خپل ځای ته رهي شو
د جنګ د پازوال چرچرک له خوشالی بیا چغه کړه : آه! څومره اسانه لاره
اوپه لاسو یې هوايي مچي ورواستولې
ټولو ناستو لاسونه ورته و پړکول
د شا د شلومبو مچ سلګۍ ودریدې
مګر دا وړاندیز هم د بین الپهلواني استاځي له خوا په خورا خواشینی رد شو هغه ویل:
ډیر عالی نظر دی خوبیا به هلته نباتات نه راشینه کیږي دا تش ډاګ به نړیوالو ته یو غټ ربړشي سر يي وښوروه او زیاته يې کړه :
کنه عجب ښه نظر و
بیاد ویتنام د جنګ یو کومندان چې سر یې نه درلود او یو بل تن په پتنوس کې ورسره راخیستی و راغی اوهغه هم په ډیره سړه سینه او ډاډګېرنې و ویل :
نارینه یې ټول مړه کړئ دا ډیر اسانه کار دی
د جنګ د پازوال چرچرک له خوشالی بیا چغه کړه : ډیره اسانه لاره .
شاباش!!!!!
او. لاسونه یې ورته و پړکول
دشا د شلومبو مچ بیا سلګۍ پسې واخیست
یی ، یی، یی
مګر دا وړاندیز بیا هم د د بین الپهلواني استاځي له خوا په خورا خواشینۍ او افسوس رد شو هغه ویل:
ښځې يې په کار روږدی نه دي دا ډوډۍ خوره څه په کار دي دابه دنیا ته یو لوی ربړ شي
بیا د اسراییلو د جنګ یو کومندان راغی هغه اصلاً زړه نه لره هغه ځان لکه بوغۍ وپړسوه او په سړه سینه یې وویل:
دا ډیر اسانه کار دی
افغانستان په ګاونډیانو ووېشئ لکه فلسیطین په اسراییلو
د جنګ د پازوال چرچرک بیا ناره کړه : او خدایه دا څومره اسانه کا ردی
او له ډیره خوښۍ په نڅاه شو
د شا د شلومبو مچ سولګۍ بیرته ودریدې
مګر د بین الپهلواني استاځي له خوا دا وړاندیز هم رد شو هغه ویل:
موږ نه غواړ هغه ارام ملکونو هم په غم اخته کړو
یو اوږد ډنګړ چې لکه پيک غټ غټ غوږونه يي وه لکه مار چیچلی سر راپورته کړ او ویل یي:
یوازې له دې هیواد څخه دغه ( ۵۰۰) تنه وباسئ هیواد خپله جوړیږي
دټولو سترګې برګي شوې او ګونګوسې پيل شوې دبین الپهلواني استاځي له نورو استازو څخه وپوښتل:
ددې نظر په هکله تاسو څه وایاست؟
ټولوپه یوه سلا وویل:
داڅونه اسانه کار
د امریکا استاځی له خوشالۍ چکچکي کولې او ویل يي: ډیر مبتکر، ښه اواصولی نظر دی تاسو ددې خلکو لېست را کړی چی زه هغه وګورم
د امریکا د استاځی پزه د لیست په لیدو تروه تروه کېدله هغه ویل:
زه دا ټوله ښه پيژنم دا ټوله موږ روزلي دی د هغوی بهر کیدل نړۍ ته یو لوی ګواښ کیدای شي ځکه هغوی د پیسو او واک دپاره هر څه ته چمتو دی
نورو استازو سترګی غټي شوی او په او په هېښتیا يي ویل:
هرڅه
په ټولو سرونه و ځړیدل اورنګونه يې والوتل
تر شا ناست کس بیا سلګۍ پسې واخیست
یی ، یی، یی
د امریکا استاځي ویل: خیر زه به بیا هم دا لیست سپينې ماڼې ته واستوم چې هغوی څه وايي
د انګلستان استازی په خندا ویل:
ته راکړه دا لېست!
هغه چې ليست ته نظر واچوی په ریږدیدو شو په سترګو يي توره شپه شوه او په ګنګوره ژبه یې په مایوسی ویل :
ددې ښه ده په لومړنیو وړاندیز ونو سوچ وکړ و
بین ال پهلوانی استاځی د هغه وپوښتل:
- ولې؟
هغه زیاته کړه :
زه هغوی ډیر ښه پيژنم هغوی داسې شریف خلک دی که چیري دلته راغله په څو ورځي کې به په ملېکې دولاغی وکړي، د بانکونو پیسې به لکه واتر پمپ چې اوبه کشوی کش کړي، په لارو کې به پاټکونه جوړ کړي، د موزیم شان به پاکستان ته يوسي، په پارکو کې به د ګلانو پر ځای تریاک وکري...
نورو استاځو ددې خبرو په اوریدو چې افغانی زکام يي ونه نیسې د لیسټ څخه لیری شول او په یوه سلا یې وویل :
موږ هر څه ته چمتو یو هر څه پوځیان او پیسې چې وغواړئ د رکوو خو دا شنه زمریان مه پرېږد ئ د افغانستان له غرو رابهرشي
یو استاځی وپوښتل:
دا نظر د چا دی؟
یو ځواب ورکړ : دا د دروازه وان نظر دی چې افغان دی
ټولو په یوه سلا وویل:
چې افغان دی لا په څه نه پوهیږي که هغوی پوهیدلی نو موږ ولې هغو د سر نوشت ټولې فیصلې کو لې
بیا د امریکا یو مامور په ډیره کرکه پلا ستکي دسکلې په لاس او په پینس یې دا لېست په یو پاکټ کې واچوی او په سر يي ولیکل خطر ناک شیان اوسپینې ماڼۍ ته یې واستول
دسپيني ماڼۍ دوتر دا لېست دهغه فرمان سره چې هغه طالبان چې نه جنګیږی بایدپیسې ورکړشی پینتاګون ته واستوی
یوه میاشت وروسته د لېست هر نفر ته یو میلیون ډالره چیک ورسید
او په افغانستان کی بیا دډالرو بم وچوی
نوی دولت ددې خبر په اوریدو سلګۍ پیسې واخیست
يي،يی، یی...