2- Daworka-elan

طنز

محمود نظری

 

 

د ورک اعلان

 

د ملی شورا لخوا  انترپول پولیسو  ته د  رییس الله بوبانی صیب د ورکیدو راپورټ داسې ورکړشو:

 

عمر۳۵ کاله ، غټي توري سترګې، شپږ فټه او شپږ انچه قد، تور چنګ چنګ وېښتان، پهلوان، شیک پوشه، په ادب خبرې کوي، هیواد ډیر په ګران دی،  درواغ یې بیغي زده نه دی، د بهرنیانو څخه بلکل نه ډاریږي 

ډیر قاطع دی...

خو د وزیرانو شورا په دی اعلان   نیوکه  وکړه  چې هغه خو د ۶۰ کلن ،ډنګر، پک، پردی پرسته ، درواغجن،څوکۍ پرسته، ډارن، مصلحتی، ساده   او بدلباسه دی

ملی شورا  يې په ځواب کې وویل : موږ پوهیږ و !هغه څه کوو،ګونډې هغوی  په دې نښو کوم افغان  راته  پيدا کړي