دطنز پانې ته ښه راغلاست
محمود نظری
دشیطانانو کنګره
جوړه شوه کنګره په نړۍ کي د شیطانانو
چې غور وکړي پر پالیسي د دوږخیانو
مشر یې د دنیا د حالاتو په تحلیل ږغېده
ددوږخیانو او جنتیانو ګراف يي ښوده
یو پورته شو چي خوله يي وه په اوږدو
ول دوږخ ډک دی نور ځای نشته د سړو
مشر یي ویل مه ساده کیږه شیطانکه
دوږخ باید خالي پاته نشي زموږله فعالیته
اوس باید ددنیا له جنته ولاړ شئ دوږخ ته
هلته خلک وهڅوئ دوږخ او برزخ ته
هغوی رږد کړئ د لوېدیځ په آزادۍ
می ، خمارو غلا همجنسي او بندګۍ
یوه پښه پوره کړه چې کارپوه وو د اسیا
ول داسې کړه کیږې هلته چې شرموي اروپا
هلته غلا، چور بډی او قتل شوی روا
که د غرب آزادی ورسره شي بیا واه واه
مشر يي ول وایم تاسو ته یو سر اوراز
یوازې د هغو مشران ناڅي زموږ په ساز
دلته ټول خلک لري په ثلاثه باور
په هیڅ ښو تیریدای نشي تر باردر
دلته مو ختم دی نورفعالیت او کار
نور ځئ اسیا افریقا ته په منډه اوتلوار
پر هغو وګمارئ امیران زر عیبه شرعي
چې وڅښي د اوبو پر ځای سرې ویني
دشخصي ګټې بیه لوړه کړئ تر ایمان
بیا ورشئ کامونو ته په څیره د انسان
د هغو د بې ایمانو رانیسئ ارزانه اسلام
یا يي مړه کړئ یا په لاس د ګناه وکړئ جام
پالیسي ده زموږ ابلسیانوواچوه نفاق
دکامونو او مذهبو تر منځ وکړه انفلاق
چیري شیعه اوسني سره ښکیل کړئ
چیري پښتون او تاجک سر ګیل کړئ
یو پښه پورته کړه په ډډ ستوني یو ډنګر
ول ما لیدلي هغوی وږې تږې لوڅ لغړ
پراته دي هر دم شهیده سره د اولاد
له یوې خوا ځان وژنکۍ دبلې خوا بمبارد
زه شیطانک د هغو په لیدو په ژړا شوم
د هغو د جنت لپاره خپله په دعا شوم