2- dapasho...

محمود نظری

 

دپيشودوژلوشپه

 

 

 کیسه ده  د دوو وړونو سکه

یووو  ښه  دبل وه په زړه ټناکه

 د  کشر ماینه وه مړه پشتکه

دمشر هغې وه ډیره شکشکه

مشر له کشره یو ورځ وپوښتله

ولې نه ده  ستا ماینه لوڅکه؟

هغه په تاو برېتو ول ورورکه

په لومړی شپه مې اېښې وه تلکه

پشې مې ویشتله په ډیره کرکه

موخه مي  دمکر وهل وه په متروکه

زه کوربه شوم هغه شوه مېلمه

هغه نالیچکه زه شوم تکیه

په هر کار کې زما اخلي اجازه

زه یم اور هغه شوه غوړسکه

ښځې غواړې د میړه په سر چوټه

اوس هغه ده زما غیچکه

 ښکنځل کړم اوتل یم  په غوسه

زه یم چاړه هغه د ه زما تکه

 دپیشې وېشتل په لومړی شپه

 د ماینې پر تندی  وهل دی ټیکه

مشر ورور پوه شو په کیسه

 ښه یی پاکه کړه خپله چپلکه

 منتظر شو سره د ډک توپکه

 چې راشی دده پوړورې پیشکه

راغله  په میو میو هغه له چوړکه

مشرهغه  وویشتله په چپلکه

  لکه ستنګر  چپلکه ولاړه چابکه

د هغه د  آه له سوزه وه ډیره چټکه

ستنګر دکرکۍ ښېښه  کړه ماته

ښځی ویل څه کوی بیباکه

ول   پیشې  ولم یم ډیرپه غوسه

پیشی په  میومیو ولاړه  سوڼکه

ول څه کوې شوی لیونی سورچکه

  زړه دي له کوګله باسم بې واکه

ول  هر کار لري خپل وخت او موکه

په بې وخته اذان ما مه کړه کاواکه

چرګه هر وخت غورځوي موښکه

له سړي نه ډاریږي چي شي کرکه

د مشر رنګ والوت له غیرته

هغه چوپ وو ږغیدله ګېږکه

***

 وروره ! په آینه مصف کي ځکه

زنګون پورته شي پر بل  د ګرمکه

د لومړی ورځي د پیشې کړیکه

 له بازه  باسي  بڼکې او مښوکه

چی یو وار عورته شي شکشکه

نو په هره خبره شی کوریزکه

په بدلو نه ډیریږي د چا لګه درګه

ژوند ورسره کوه په شریکه

تش څاه ته مشه  بې ځایه بوکه

 د دوستی په پای کې مشه کچه

ځان په اخیر کی مه کړه پيکه

 درنګ الوتي او خړ نه ځي لکه

 چې نه شرمېدې له اوله  د سپکه

 اوس ګټه نه لري  یاغیتوب  او نیوکه

په قفس کی اچولی شوی یې  زرکه

ګالې به یوازې د خپل درد څړیکه

دګېډې   لپاره سپرکۍ خوره

نوره مه کوه  د بل په  لیټۍ څکه

بابایي مه کوه هر څه د خپله لاسه

مه شه اوس وچ سترګی او بیباکه

  پيتاو ته په نغاړکۍ مه کښينه

په غیرت د مکار ږغ که سوکه

لومړ ی مه کیږه دچا لوڅکه

په اشارو او تارو د بل  نانځکه

اوس ژبه په غاښول نه لري ګټه

اموخته خور شه دی ترمیراتکه