2-Da solo zomono naweee

محمود نظري

طنز

 

 

د سلو زومانو ناوې

 

ګریوان څیری:

رییس صیب ! ته په پټوسترګو لاسلیک  کولای شې؟

رییس

- هو!

ګریوان څیری:

- نو لطفاً په دی استعفاه لیک دی  لاسلیک  وکړه.

***

په سترګو کې خاورې اچول

 

زړه لږی کلیوال بل ته په چوک چوک  ویل:

 زه دی پوځیانو  ته اریان یم د تورژبې ولسمشر په راتلو يې  یوېشت ډزې وکړي؛خو ټوله ختا شوې.

***

 

چي خاوند يې لېټۍ خوري د سپوبه يې څه حال وي ؟

 

رییس صیب  ته یو نابلده مېلمه راغی هغه خپل په يوه پښه ولاړ

 ویاند  ته چې لکه  سیوری ورپسې و وویل :

په برنده کې ودریږه ګوره او راپوړت راکوه چې  څوک څه کوي

ویاند هم  ددې په پار چې اخیر سفیر کیږي پټه خوله بهر ووت او چالان شو:

 هغه دی  پر سړک یو دیپلومات موټر رهي دی،  هغه دی دیخوا راوګرځېد،  هغه  دی د اپوزیسیون  د رییس د   کور مخي ته ودرید ، هغه دی  یو سړی د تور دیپلومات  سره تاشو ، هغه هم بهرنی مالومیږي،  هغه دی هغه  د رییس کور ته دننه شو هغه دی د اپوزیسیون د رییس سره یو پټ تړون  لاسلیک وي  

رییس چای په سا ووهلې  پرله پسې  په   ټوخیدو شو  او په  ټوخه  ټوخه يې  په هېښتیا له ویانده  وپوښتل:

ته هغوی وینې چې  کوم شی لاسلیک وي؟؟؟؟

ویاند وویل:

- نه صیب!

رییس :

نو له څه پوهیږې  چې هغوی کوم شی لاسلیک کوي؟

 ویاند  په فیلسوفی  وینګ وویل:

ځکه د هغو ویاند  هم په برنده کې  ولاړ دی اورا پوړ ت ورکوي