دطنز پانې ته ښه راغلاست
طنز
محمود نظری
د متقاعد و هیواد
په امریکا کې د یوی څېړنې،سپړنې او شننې په اساس جوته شوه چې دافغانستان د نه پر مخ تګ، بډی اخیستلو ، اختلاص او ادارې فساد یو علت پخواني تقاعد شوی واکداران دی چې په هغه بل جنم کې د بډو اخیستلو لړمون خوړین پاته شوې وه د بنو په غونډه کې طالبان ترسه رابړان سره کش شول او واک يې تر وزرو لاندې کړاو په بهر کې هغه پخوانې مامورین چې سن یې د تقاعد- مقاعد تیر وو او په ډول ډول کریمونه او ښو خواړو یې ځانونه ځوانان ساتلې وه راوبلل او هغوی هم په نڅاه نڅاه ورغلل
د ملګرو میلتو دسپړنې او څېړنې کمیسیون یوه لایحه جوړه کړه چې سرک او پچک سره توپیر شي.
په دې لایحه کې د تقاعدد سن نښې داسې ثبت وې:
۱- تر ۴۰ کلني پوري خلک نه بې حوصله کيږي او نه هم ښکنځل کوي. دا ډیر ښه دی
۲- په ۵۰ کلني کې يې د خلکو نومونه هيريږي د هر نوم د ياودلو لپاره ۲۰ نومونه اخلي تر څو اصلي نوم برابر راشي. دا ښه دی
۳- په ۶۰کلني کې يې وېښتان لږيږي، غاښونه يې لويږي او دخلکو (څیرې)قواري يې هيريږي. دا دومره ښه نه دی
۴- د۷۰کلني نه وروسته يې ساختګي غاښونه په خوله کې کوشني کيږي اوپه شخوند پيل کوي د رګ وهلو نه وروسته يې د پتلون د زنځير تړل هيريږي. دا کارمندان ارام ته اړتیا لري او بایدنور د پیسو پر ځای خدای یاد کړی
نوت : هغه څوک که د ۴۰ کلني نه مخکي ښکنځل کوي د هغوکورنۍ تربيه خرابه ده
کمیسیون ددې څېړنې سره سم په وزارتونو کې ګرځيدل او کله کشک پيل کړ کله به په تشناب کې پټ کیناستل کله به د میز لاندی ...
هغولومړی يوه مامور چې د پتلون زنځير یې خلاص و ګوری موری ونیوی
که څه هغه ادعا کوله چی د پتلون لاندې يې پرتوګ اغوستی دی او پتلون يي اصلا ځنځیر نه لري مګر کمیسیون دا نه منله
کرار کرار د کمیسیون پام شو چې د ټولو لوړپوړو کارمندانو او وزیرانو پتلونونه هم ځنځیرونه نه لري مګر هغوی له چا څه د خدایه لا نه ډاریده
کمسیون کشف کړه ډیر غټ کارمندان له بیکاری ټوله ورځ پر څوکۍ لکه زری میخونه ناست شخوندونه وهي خو هغوی له چا څه د خدایه لا نه ډاریده
کمیسیون بیا کشف کړه ډیر لوی کارمندان په کالو کې کار ته راځي له ډیره پام وروسته پوه شوه چې د هغوی پرتوګونه د ځنځیر پر ځای سپین طنابونه لری چې شنه او سره زومبکونه په ځړیږي خو هغوی له چا څه د خدایه لا نه ډاریده
کمیسیون په راپوړت کې د ملګری میلتونو مشرته داسي ولیکل:
دا هیواد ټول د ځنځیر خلاصو ، شخوندوهونکو او اوږده پرتوګاښه کالي اغوستونکی لخوا چې ټوله چې له خدایه نه ډاریږی چلیږی ټوله پچک دی باید تقاعد ته سوق شی کنه
خداي دی بهرنیو مرستو ته خیر ورپیښ کړی
دا راپورټ پېینځه کاله وروسته د په پښو د ملل متحد تر دوتره ورسید