2-Beyaye wawaye

طنز

محمود نظری

 

 !بیا ووایه بیا ووایه    

 

د تیلفون زنګ راغی د ووده شوی کاندید ویاند و

د باټک  د ټاکنو ویاند غوږۍ پورته کړه

-هلو،

 باټک صیب ټاکنې یووړې؟

  - ولې تاسو نه یاست خبر چې  هغه  بایلې

- څه دی وویل؟

- هغه بایلې

په زوره ووایه!

هغه بیایلی( په لوړ ږغ)

-ښه (چو ک چوک...)

د تیلفون غوږۍ يي کښيوده اوله  خوشالی  يې په خاورو کې لوټکی ووهلي

لس دقیقې وروسته بیا د تیلفون ږغ پورته شو، بیا هغه ویاندو:

د باټک  د ټاکنو ویاند غوږۍ پورته کړه

-هلو!

-  باټک صیب ټاکنې یووړې؟

  - ما درته وویل چې هغه ټاکنې  بایلي

-څه دی وویل؟

- هغه بایلې

-په زوره ووایه!

هغه بایلی( په لوړ ږغ)

-ښه (چو ک چوک...)

د تیلفون غوږۍ يي کښيوده اوله  خوشالۍ  يې په خاورو کې لوټکی ووهلي

لس دقیقې وروسته بل تلیفون راغی،بیا هغه و:

د باټک  د ټاکنو ویاند غوږۍ پورته کړه

هلو! باټک صیب ټاکنی یووړې؟

  - ما درته څو وارې وویل هغه بایله ولې دومره تلیفونونه کوې؟

څه دی وویل:

هغه بایلی

په زوره ووایه!

هغه بیایلی( په لوړ ږغ)

-ښه (په خندا)زه خبر یم  هغه بایله ، ما ته خوند را کوی چې په خوند خوند ستا له خولې واورم چي

 هغه بایله هغه بایله

ها،ها، ها...