|

پوهنمل محمود نظري د ډ اکټر محمدامين نظري زوی د ١٣٣٤ كال
د غويي دمياشتې پر ٢١مه نېټه په کندهار ښار كې زېږېدلی دی
.
دکابل ښارد محمود هوتکي له ښوونځي څخه
وروسته په (١٣٥٤ ) کې دکابل له
حبيبې عالي ليسې څخه فارغ شوی دی اوليسانس يې په (
١٣٥٨ ) ل کال کې دکابل دکرنې
پوهنځي د مېوو او ځنګلونو په څانګه كې اخيستى دى .
د عسکرۍ له خدمت وروسته يې د کرنې په پوهنځي کې د
استاد په توګه دنده تر سره کړې او په (١٣٦٧ ل ) د تاجکستان دکر نې له
انيستيتوت څخه يې ماستري اخېستې ده په نړيوالو موسسو کې يې دمېوودمسول په ټوګه
هم کار کړی دى . ښاغلی نظري له تېرو څه باندې لسو كلونو راپه دې خوا په لندن كې
اوسي .
د كرنې په
برخه كې په كتابي بڼه د دۀ دا اثار چاپ شوي دي
:
زعفران
د مېوولرونکو ونو ډېرونه
د روميانو پيازو او بېنډيو وچول
باغباني
دسابو تازه ساتنه
په باغونوکي د سرې استعمال او نور
له ١٣٦٠
کال
راهيسې يې د طنز او کيسو په ليکلو پيل کړی
Afghan writer Mahmud Nazari
|